دغه شپږ بد خویونه مو پر روغتیا منفي اغیزه کولی شي!

ځینې انساني عادتونه چې په روزمره ډول ترسره کیږي، روغتیا اغیزمنه کوي او شاید مرګونې ناروغۍ هم ثابتې شي چې له ډاکټر څخه یې احتیاط غوره درمل دی. دغه عادتونه چې تقریبا زیاتره کسان پرې اخته دي په لاندې ډول دي:

د خوب نشتوالی:

خوب، یا د ناروغۍ په حالت کې ورکیږي، یا د دفتري کارونو د فشار، یا د انټرنیټ زیات او په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو استعمال او یا د شپې ناوخته کیناستلو سره سخت اغیزمن کیږي، چې ورسره بیا د ورځې په اوږدو کې سړی د ستړیا او دماغي بوج احساس کوي، چې له امله یې ذهني کمزورۍ او اعصابي سرطان پیدا کېدو امکانات زیاتیږي. د طب متخصصین وایي چې باید له دغه ناوړه عادتونو ځان خلاص کړل شي، او د شپې له خوا دې له شپږو څخه تر اتو ساعتو خوب ترسره شي.

ورزش نه کول:

د بدن فعال ساتلو لپاره د ورځې په اوږدو کې ورزش کول ډېر اړین دي، که داسې ونکړل شي د بدن په بندونو، هډوکو او غړو کې سخت دردونه راپیدا کیږي.

اوچتې څپلۍ پښو کول

ښځې په عام ډول د لوړو تلیو والا څپلۍ پښو کوي، چې په طبي لحاظ ددوی لپاره یوه ناروغي بلل کیږي، ددې له امله د ملا دردونه راپیدا کیږي، شاید ښځو ته ددې په اړه معلومات نه کیږي، خو د دا رنګه څپلیو له کبله په پوندو او د ملا هډوکو کې دردونه زیاتیږي.

په غاښونو نوکان غوڅول

په ترکیه کې د یوې شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې په خوله یا غاښونو سره نوکان غوڅولو (چې په اصطلاح غاښونه خوړل ورته ویل کیږي)، له کبله ۷۶ سلنه خلک له نس ناستي «اسهال» ناروغۍ سره مخ شوي دي، چې کله کله مرګونې هم ثابتیدای شي. طبي کارپوهان خبرداری ورکوي چې په نوکانو کې داسې بکتریاوې «جراثیم» موجود دي چې په بدن کې د زهرو په شان خپریږي.

سګریټ څکول:

نشه یا سګریټ څکول د ژوند سره لوبې کول دي، ډاکټران د نشې څخه همیشه په سختۍ سره د ځان ساتلو توصیه کوي، ځکه چې سګریټ څکول سږو، معدې او پښتورګو ته زیان رسوي، چې په پایله کې د ټي بي (TB) ناروغۍ، هیپاټایټس ای او بي او د سرطان غوندې مرګ ګواښونکې ناروغۍ رامنځته کیږي.

پخپل وخت ډوډۍ نه خوړل

بې وخته ډوډۍ خوړل نه دا چې ګټه یې نه وي بلکې یو شمېر ناروغۍ رامنځته کوي، ځکه چې بدن د هر وخت لپاره د خپل پروټین پوره کولو اړتیا لري، که پخپل وخت ډوډۍ ونه خوړل شي او د سهار چای په غرمه او د غرمې ډوډۍ ماښام او د شپې ډوډۍ ناوخته وخوړل شي، د معدې تیزابیت، سوځېدل، بدن کمزورۍ، د هاضمې خرابېدل او یو شمېر نورې ناروغۍ رامنځته کوي. طبي کارپوهان وایي چې د ښه صحت لپاره باید پخپل وخت ډوډۍ وخوړل شي