دغه وړې سپارښتنې مو ژوند رنګینوي

هېڅکله بل چاته سترګې مه پټوئ، د هغه څه لپاره چې د اخیستو توان یې نه لری او یا ورته کافي پیسې نه لری، د بل قرض او دین ته غاړه مه ږدئ. د ژوند له کوچنیو خوښیو؛ لکه، پلي تګ، له دوستانو سره له ناستې- ولاړې او په طبيعت کې له یوې ښې ورځې تېرولو خوند واخلئ.

سمه ده چې د پیسو سپما هم ګټوره ده، خو د دې پر ځای چې پیسې سپما کړی او ورځ تر بلې یې ارزښت را کم شي، ښه به دا وي چې پیسې مو پر کار واچوئ او پانګونه پرې وکړئ، ځمکه واخلئ او یا له چا سره ګډ کار پرې وکړئ.

 

تل د زده کړې په هڅه کې اوسئ

د دې لپاره چې په ژوند کې خوښ و اوسئ، هڅه وکړئ چې د خپلې خوښې په کورسونو کې نوملیکنه وکړئ او د ورځې په اوږدو کې پکې خپلو درسونو ته دوام ورکړئ. که وخت نه لری، نو ښوونيزې سي ډي ګانې واخلئ او یا یې هم د انټرنېټ له لارې خپل درسونه تعقيب کړئ.

کاپي…