د عمر زیاتېدل او زړېدل د ژوند برخه ده، خو داسې عادتونه شته چې بدن کې د دغې پروسې د چټکوالي لامل گرځي او انسان له خپل عمر څخه زوړ ښکاري.
د بیولوژي د برخې یوې څېړنې ثابته کړې, هغه انسانان چې یو شمېر حالاتو سره مخ وي د نورو په پرتله ژر زړېږي. که غواړئ له وخت وړاندې زړېدو څخه مخنیوی وکړئ نو له لاندنیو لاملونو څخه ځان وژغورئ.
د له وخت وړاندې زړیدو لاملونه کوم دي؟
۱- ورزش نه کول
زیات ورزش انسان ته د ژوند احساس ورکوي، او له دې سربېره انسان ته روغه او ځوانه بڼه ورکوي. ورځني ورزش ډېرې روغتیايي گټې لري؛ د وینې جریان غوره کوي، د اضافي وزن مخه نیسي او د سږو وړتیا زیاتوي. نورو گټو سربېره د مخ پوټکی تازه او ځوان ساتي
۲- کافي اندازه خوب نه کول
اړینه اندازه خوب نه کول هم د ژر زړېدو پروسه گړندی کوي. لږ خوب د ژور خپگان او اندېښنې لامل هم گرځي. کله چې خوب مو نه وي پوره شوی، بدن د کورټیزول نومې هورمون چې د فشار لامل گرځي تولیدوي.
عادي حالاتو کې، د فشار هورمون حالاتو سره تعامل کې مرسته کوي، خو دوامداره تولید يي بدن کې د کولېجن هورمون د تولید څخه مخنیوی کوي.
د کولېجن نه تولید او د کورټیزول له اندازې زیات تولید له وخت وړاندې زړېدو او سترگو شاوخوا د تورو کرښو جوړېدو لامل گرځي.
۳- له اندازې زیات خواړه خوړل
له خوندورو خوړو خوند اخیستل د ژوند یوه ښکلا ده. گټور مواد لرونکي خواړه خوړل روغتیا غوره کوي او بدن ته د اړتیا وړ انرژي ورکوي.
له اندازې زیات خواړه خپل بدن سره تر ټولو ستر ظلم دی او له وخت وړاندې زړېدو لامل گرځي. د شکرې، هاضمې او پښتورگو ناروغیو انستیتیوت معلوماتو پر بنسټ له هر درېو څخه دوه ۲ ځوانان اضافي وزن لري.
۴- لمر کې گرځېدل
لمر کې گرځېدل له وخت وړاندې زړېدو تر ټولو سترو لاملونو څخه دی. له وخت وړاندې د پوټکي زړېدو ۷۰ سلنه لامل د لمر وړانگې دي.
د یو شمېر روغتیايي څېړنو پر بنسټ، د لمر وړانگې پوټکي کې د کولېجن فایبرونه له منځه وړي چې دغه پروسه د پوټکي د زړېدو لامل گرځي او پایله کې يي انسان له خپل اصلي عمر څخه زوړ ښکاري.
۵- سگرېټ څښل
هغه کسان چې سگرېټ څښي د عامو خلکو په پرته ۱۰-۱۵ کاله ژر زړېږي.
سگرېټ د وینې جریان کې د وېټامین سي کچه ټېټوي چې دا د سترگو شاوخوا د تورو کرښو او گونځو لامل گرځي. هغو کسانو کې چې سگرېټ څښي د وېټامین سي کچه ۶۰ سلنه لږه وي.
نړۍ نیوز