دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه

ليکوال: دکتور عوض القرني

ژباړن: دکتور شفيق  الله امين.

ذهنې ګډوډۍ سره ډير خلك مخامخ دي، دعمر دلوړيدو اود ژوند دستونزودزياتيدوله امله دامسډله نوره هم زياتيدايې شي. داستونزه انسانې ځواك چي عقل او فكر دي له منځه وړي. ددې ستونزې دحل لپاره بايد لومړې ددې دلاملونو لټون وشي.

د ذهني ګډوډۍ ځيني لاملونه:
1.    د كا ر له ځا ي څخه بهر- كورنې، اقتصادې ياټولنيزمشكلات  لرل.
2.    دويرونكې پيښې دراتلو ويره اوپه هغې كې سوچ كو ل .
3.    روغتيا يې ستونزه لرل .
4.    دډيرې خو شحا لوونكې پيښې تمه لرل .
5.    په خيالونواوچرتونوكې د ډوبيدو عادت لرل.
6.    دكار په ځاى كې د دا سي حا لاتو موجوديت چې بې راحتې پيداكوي، لكه بي نظمې، تنګې، ګرمې يا يخنې، شو، بد بوي، ولګه يا تنده، د كارناوړه ملګري اودميلمنو زياتوالې.

د كار په مهال كې د ذهنې ګډوډۍ مخنيوې:
ددې ستونزې د مقا بلې او له مينځه وړلو لپاره ددقيق، اوږد، اوارام تمر ين اړتيا ده، لكه څنګه چې انسا ن دبدنې روزنې لپاره ورزشې تمرينونه دډيرې مودې لپاره په منظم ډول سرته رسوي.

لدې وروسته انسان د دې جوګه كيداي شي چې خپل فكر اوذهن په كومه مو ضوع كې چې كله وغواړي سم په كار واچوي.

دذهنې تركيز لپاره  ذهن ترډيروخته پوري دداسې اغيزوﻻ ندي راوستل پكاردي چې ترڅوروږدې شي اودنورواغيزو د تا ثيرڅخه وژغورل شي، هغه اغيزې له هغومعلوماتو څخه  عبارت دې چې دپينځه ګونې حواسو څخه اخيستل كيږي (باصره- سامعه- ﻻمسه-

ذا ئقه او شا مه)- وروسته بيا په ذهن كې د موجوده معلوماتواوتجربواو پيلامواوارزښتونوپه رڼا كې ترينه په منا سب ځاى اووخت كې كاراخيستل كيږي.
په ذهنې تركيزځان روږدې كول، په ژوند كې بې شماره ګټې لري، داروا پيژندنې (علم النفس) يوعالم ويلي دي: نبوغ او عبقريت له ذهنې تركيزڅخه پرته بل څه ندي.

بل اروا پوه ويلي دي: دذهن تركيزاوپاملرنه دنبوغ په ﻻره كې لومړې ګام دي.
دريم يې ويلې دي: ټوله پاملرنه خپل اړوندكار ته اړول اودهغه مشكل حل چې دغور ﻻندې دي اوكار دكيدواومشكل دحل وروسته په بشپړه توګه هيرول اوخپل ټول ذهنې ځواك بيرته راګرځول په ژوند كې دبريا ليتوب لامل دي.

ځينې هغه افكاراوليارې چې دذهنې ګډوډ‌ۍ په مخنيوې، اوپه خپل ځان كې د ذهنې تركيزلپاره مرسته كوﻻي شي:

1.    هرهغه څه چې ذهن ګډوډوي او په فكر ناوړه  اغيزه كوي له ځانه لري كړه.
2.    كوښښ وكړه چې دژوند په موجوده شيبوكې ژوند وكړي، تيراوراتلونكې هيركړي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائې: ( څوك چې ديوې ورځې مړۍ ولري په تن جوړاوپه امن كې وي داسې ده لكه چې ټوله نړۍ وركړي شوي وي).
شاعروائي: (څه چې تيرشوهغه هيرشو، راتلونكې نامعلومه دي تاته يواځې همداشيبې دي چې پكې اوسېږې).
3.    دكارڅخه دستړيا په مهال لږوخت دمه وكړه، په  منا سب ځاى كې چې هوا پكې چليږې په شا څمله سترګې پټې كړه اودارام ژوره ساه څوځلي واخله، بيا په خپل كارپيل وكړه.
4.    كه دلټۍ احساس دي وكړځاى بدل كړه، لږحركت وكړه، څه ورزشې تمرينونه اجراءكړه له څوشيبووروسته بيا كارته را وګرځه.
5.    مخكې لدي چې فكراوكارپيل كړي ځان ته مناسب ارام اواستراحت وركړه.
6.    دولګې تندې اوخوراك څخه وروسته سم دلاسه په مهمو چاروكې دفكركولو څخه ډډه وكړه.
7.    دناروغۍ په حالت كې مناسبه درملنه وكړه، خو دزيات تشويش او ناارامۍ څخه ځان وژغوره.
8.    دذهنې پياوړتيا ځينې ورزشونه په كار واچوه، چې ځيني يې په لاندې ډول دي:

* هغه چارې چې له تا څخه دفكر سوچ  او پلان جوړونې ته اړتيا لري دارزښتونو پر بنسټ يې ترتيب كړه، په يوه پاڼه كې يې وليكه او دځان سره يې وسا ته.
* چې كله دې  فكر جوړ و، زړه دې مطمئن و، اوځاى هم ارام اومناسب و، دپاڼې پرمخ ليكل شوي لومړۍ قضيه دغور لاندې ونيسه، سوچ اوفكر دې ښه په كار واچوه .

  • په همدې قضيه كې هراړخيز ژورغوراوفكروكړه، نور هر څه هير كړه، اوځينو پوښتنو ته ځوابونه پيداكړه:
    1.    ولې دا كار كول غواړم؟
    2.    كوم وخت ورته مناسب دي؟
    3.    په كوم ځاى كې به ښه وي؟
    4.    څنګه به پلې شي؟
    5.    څوك به يې وكړي؟
    6.    دچا په مرسته به يي وكړي؟ 
  • پدي اړوند چې څومره معلومات په لاس درتلل په كوچنۍ پاڼه كې يې لنډيزوليكه.
  • څه دې چې وليكل ښه يې وګوره، بيا سترګې  پټې كړه، او هغه ليكنه يادته راوله.
  • پورتنۍ طريقه څوځلې په مختلفو وختونوكې تكراركړه، كه نورڅه دې په ياد شو هغه هم ورسره يوځاى كړه.
  • دمعلوماتو داپاڼه په مختلفو وختونوكې راوباسه پخپله يې وګوره، ملګرو ته يې واوروه، كه وس يې درلوده  پدي هكله ترې دنظرياتوغوښتنه وكړه.
  • له دې وروسته نوې قضيې ته لاړشه اودهمدې تيرې قضيې په څير كړنه ورسره وكړه.په پاي كې كوښښ وكړه چې افكاروته دې عملې جامه واغوندې.
    9.    د ذهنې تركيزلپاره نورتمرينونه:
  • دخپلې خوښې دموضوع په باره كې يوپاوفكروكړه او زياراوباسه چې هره ورځ دهغې په باره كې نوې څه ياد كړي، لكه اّيت شريف، حديث شريف، فقهي مسـئله دكوم شخصيت تاريخچه اوداسې نور.
  • هره ورځ دخپل كتابتون المارۍ، يادپخلنځي المارۍ، يادنږدې دكان المارۍ ته ودرېږه كيښودل شووشيانوته ښه په غوروګوره بيامخ واړوه، هغه څه چې دې ليدلې و هغه وليكه  بيايې سره تطبيق كړه.
  • ستا په وړاندې يوشي ته څوشيبې وګوره بيامخ واړوه، دبل چانه وغواړه چې دهغه په باره كې درڅخه پوښتنې وكړي، ته به دياد نه ځواب وركوي.
  • د(١٠٠) نه تر(١) پوري عددونه سرچپه وشماره، يو يوعدد، پدي ډول ( ١٠٠- ٩٩ – ٩٨ – ٩٧ – ۹۶ …)، دوهم ځل دوه دوه عددونه وشماره (١٠٠- ٩٨ – ٩٦- ٩٤…)، دريم ځل دري دري عددونه وشماره (١٠٠- ٩٧-٩٤- ٩١…).
    څلورم ځل څلور څلورعددونه.
    پنځم ځل پنځه پنځه عددونه .
    شپږم ځل شپږ شپږ عددونه .
    اوم ځل اوه اوه عددونه .
    اتم ځل اته اته عددونه .
    نهم ځل نهه نهه  عددونه وشماره .
    دا تمرين هره ورځ تر يوې ميا شتې پوري  تكرار كړه.
  • په يوه پاڼه كې د (١څخه تر ١٠) پوري عددونه داسې وليكه:
    ١-
    ٢-
    ٣-
    ٤-
    ٥-
    ۶-
    ۷-
    ۸-
    ۹-
    ۱۰-
    بيا زيار اوباسه چې دهرعدد په مخكې يوه كلمه چې په زړه كې دې ګرځې وليكې، بيا دهجا دتورو څخه يو توري خوښ كړه، بيا دهرې كلمې مرادفه كلمه پيدا كړه چې معنا يې سره ورته وي او په غوره شوي حرف پيل شوي وي. تر څو چې دټولوعددونو په وړاندې كلمات او دهغې مرادفات وليكې، پدې شرط  چې غوره شوي حرف بدل نشي .
    دا عمل څوځلې له نوروكلماتو او حروفو سره اجراء كړه.