دهگۍ دروغتیايي گټو خبر یاست؟

په نړۍ کې بې شمېره خلک سهارنۍ کې هگۍ استعمالوي چې په اړه يې بې شمېره څېړنې هم ترسره شوي او مختلفې روغتیايي گټې يې ثابتې شوي.

هگۍ د پروټین، وېټامین ډي، وېټامین اې او وېټامین بي ۱۲ سربېره د یو شمېر نورو وېټامینونو او منرالونو غوره منبع گڼل کېږي

هگۍ بې شمېره روغتیايي گټو لرلو سره د روغتیا بهتره کولو سربېره انسان له بې شمېره روغتیايي ستونزو او ناروغیو ژغورلای شي.

خو امریکا کې ترسره شوې نوې څېړنې ثابته کړې چې هگۍ د انسان وینې ته گټوره نه ده، د هگۍ ژېړ د وینې مضر کولېسټرول لوړولو سره انسان د کولېسټرول په ناروغۍ اخته کولای شي.

دغې امریکایۍ څېړنې څخه وړاندې روغتیايي څېړنو ثابته کړې وه چې هگۍ کې شته ۹ مهمې روغتیايي ځانگړنې د اضافي وزن زیاتېدو څخه مخنیوي سربېره زیات شمېر نورې روغتیايي گټې هم لري.

روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې هگۍ کې شته پروټین بدني ځواک زیاتوي، عضلې غښتلې کوي او وزن کمولو کې مرسته کوي.

هگۍ کې شته د وېټامین ډي ځانگړنې د ماشومانو مورنۍ نېمگړتیاوې له منځه وړلو کې مرسته کوي. هگۍ وېټامین اې، وېټامین بي ۱۲، رېبوفلون بي ۲، انټي اکسېډنټ سلینیم، لیوټین او زېزانتن لرلو له امله ډېرې روغتیايي گټې لري.

د هگۍ اکثره روغتیايي او گټور مواد د هگۍ په ژېړ کې وي، خو نوې څېړنې کې ثابته شوې چې د هگۍ ژېړ په وینه کې د مضر کولېسټرول اندازه زیاتولو ځانگړنه هم لري.

دغې نوې څېړنې کې ویل شوې چې په طبیعي ډول ترلاسه کېدونکې هگۍ ژېړ کې په وینه کې د مضر کولیسټرول اندازه زیاتونکې مادې اندازه ۲ گرامه خو په مصنوعي ډول جوړېدونکو هگیو کې يي اندازه ۲۶ گرامه وي

دغې څېړنې کې مشوره ورکړل شوې چې هگیو د استعمال ترڅنگ باید په زیاته اندازه سابه او مېوه هم وخوړل شي، ځکه چې سابه او مېوه د هگۍ د استعمال له امله د وینې مضر کولېسټرول زیاتېدونکی خطر کنټرولوي.