دچــرګ پـه اړه عـجـیـب حـدیـث او مـعـلومات !

نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي څوک چې دچرګ د اذان په وخت کی دغه دعا پنځه کرته(ځلې )ووایی ( لااله الاالله الحی القیوم ) الله پاک به یی د (۴۰) کالو ګناهونه معاف کړي

نبی کریم (ﷺ) فرمایي کله چی چرګ اذان کوي نوتاسو دالله پاک نه دخپل حاجت او ضرورت دعا وغواړی ځکه دغه وخت کی چرګ فرشته لیدلي وي ممکن دا فرشته ستاسو په دعا آمین ووایي نو دعا به مو قبوله شي.

یوبل حدیث کی راځي نبی کریم( ﷺ) فرمايي چرګ ته بد رد او ښکنځل مه کوی ځکه زما ملګری دی .

په چرګ کې څلورخصلتونه دپیغمبرانو موجود دي:

-1دالله پاک ډیر ذکر کوي.

-2شجاعت لري.

-3 سخاوت لري معمولاً په دانو او خوراک کې چرګوته اولویت او ترجیح ورکوي.

-4چرګ دخوب په وخت سترګې پټې وي اوزړه یې بیدار وي ، پیغمبر هم په خوب کې سترګې پټې وي او زړه یی بیداربه وه ، زړه یی دالله د ذکرنه غافل نه وي.

ذکرشوی موضوعات لاندې حواله کې پیداکولی شی .

نـزهـة الـمـجـالـس جـلـد ۱ صفحه ۲۹۲

کاپي…