۱- په خلکو پسې کتل
۲- په ډکه خوله خبرې کول
۳- د نورو خبرې غوڅول
۴- فضل فروشي (ځان تر نورو پوه او غوره ښودل)
۵- په جګ غږ خبرې کول
۶- د روغبړ پر مهال ټینګ یا مړ لاس وركول
۷- په مېلمستیاوو کې ډېره ډوډۍ خوړل
۸- پر مېز او دسترخوان پښې ایښودل
۹- د نورو مخ ته بې نزاکته او بې مانا خندل
۱۰- هغه ښځې چې نه غواړي، چې له نارینه وو سره د لاس روغبړ وکړي؛ روغبړ کې د نارینه لاس ورکول
۱۱- په ژاولو کوبۍ او ټکهاری کول
۱۲- په مجلس کې د موبایل غیرضروري کارول
۱۳- د نورو مخ ته ځان رومانټیک ښودل
۱۴- لغازونه او پېغورونه ویل
۱۵- د نورو مخ ته غاښونه خلالول، پوزه کې ګوتې وهل او وېښتان ږمونځول
۱۶- د خلکو په شخصیاتو غرض درلودل
۱۷- بې نظمي او بې نوبتي کول
۱۸- پر ځمکه خځلې او پوستکي غورځول
۱۹- نامناسبې او د مجلس د تقاضا خلاف جامې اغوستل
۲۰- د نورو پر تېروتنو خندل
۲۱- د خلکو په عقیدو او باورونو ملنډې وهل
۲۲- د خبرو پر مهال د مخاطب له څېرې پرته د بدن نورو ځایو ته کتل
۲۳- د خلکو مخ ته له خپلې مېرمنې او اولادونو سره خپلې کورنۍ ستونزې حلول
۲۴- په مجلس کې سګرېټ څکول او نسوار توکل
۲۵- په مجلس کې غیرعادي ډېرې یا لږ خبرې کول
۲۶- د نورو په لهجو، معيوبيت او څېره ملنډې وهل
۲۷- په روغبړ او احوالپوښتنه کې افراط یا تفریط کول
۲۸- غیبت کول او مجلس کې د نورو بدۍ بيانول
۲۹- ډېرې ټوکې کول او ځان مسخره ښودل
۳۰- د کوربه وخت او برنامې ته پام نه کول”
کاپي اميد دیدار