د اشتها کموالی Anorexia

کله چې د انسان لوږه کمه شي، د خوړو ته یې زړه نه کیږي او ژر نه وږی کیږی، نو دی ته د اشتها کموالی یا anorexia ویل کیږی

اسباب
د اشتها کموالی اکثره وخت د تبې له واقع کیدو سره سم پیدا کیږی، د سګرټو، نسوارو او پان له استعمال سره هم پیدا کیږی، د هغو خوړو استعمال چې له هغې سره ژبه وچه او د لاړو افرازیدل کمیږی هم دا ناروغي واقع کیږی، د vitB1 له کموالی څخه هم دا ناروغی منځته راځی، د هاضمی سیستم په ټولو نارغیو کې د اشتها کموالي صورت نیسي، د معدی ورم، دمعدی سرطان ددی ناروغۍ غټ اسباب دی، کورنۍ او کاروباري پریشانۍ، غم او خوشحالی سره هم دا ناروغۍ منځته راځی!.

تدابیر

مناسب کار او فعالیت کول، ورزش، خوراک باندی کنټرول، سهار پلی ګرځیدل، په پاکه، صافه او ازاده هوا کې ناسته ولاړه د اشتها د کموالی په خاتمې کې مرسته کوي

درملنه

باید د ناروغۍ لامل معلوم او بیا تداوی کړای شي. لاندی دوا ورته توصیه کړئ
ټابیلټ Tab. Orabolin یوه ګولۍ سهار ماښام له یوې میاشتې باید زیات استعمال نه شي،. Syp.Mosegar.v سهار، غرمه او ماښام یوه یوه کاشوغه. Tab.Festal دوه ګولۍ له لږو اوبو سره تر خوراک وروسته
په همدی توګه ناروغ ته انزایم لرونکی درمل لکه.: Cap.Eplazym, Syp.Zymoplex, او Syp: Digiplex د ورځی دری ځلی وروسته د خوړو توصیه کړئ!
کاپي.‌.‌.