د الله ﷻ رحمت:     

ډیر کم وخت مو نیسی ویی لولی.

یوه عربۍ ښځه د خپل خاوند کیسه کوي او وایي:

زما خاوند ډیر اخلاقي مسلمان او د مور پلار سره ډیر زیات نیکي کونکی وو، آن تر دې چې د هغې نیکۍ زه حیرانه کړې وم او په تعجب کې یې اچولې وم.

د یو کال په تیریدو سره مونږ ته الله ﷻ یوه لور راکړه، کله چې مو لور دوه کلنه شوه؛ نو زما د خاوند وظیفه بل ښار ته انتقال شوه، نهم د رمضان وو چې، له وظیفې څخه بېرته کور ته راروان و چې، د تقدیر موافق یې په یوه ترافيکي پېښه کې خپل دماغ له لاسه ورکړل او ډاکټرانو پرې فیصله وکړه چې، په دماغي طور دا سړی مړ دی او په روغتون کې د نوموړي په علاج لس کاله تیر شو چې، نه ښه کیده او نه مړ کیده؛ نو ماته خپلو ملګرو او خپلوانو وویل چې، ته په محکمه کې عارضه وکړه چې محکمه درته طلاق درکړي، ما د طلاق د اخستلو څخه انکار وکړ او خپلوانو ته مې وویل: تر څو پورې چې زما خاوند کې روح موجود وي؛ نو زه طلاق نه غواړم او پدې حالت الله ﷻ ته صبر کوم، د وخت په تیریدو سره به ما د خپلې لور تربیه هم کوله او روغتون ته به د خپل خاوند پوښتنې ته هم تللم.

لور چې مې لس کلنه شوه؛ نو د قرآنكريم حفظ یې مکمل کړ. یو شپه زه او زما لور روغتون ته د مریض پوښتنې لپاره لاړو؛ ماته مې لور وویل چې، نن شپه به زه د خپل پلار سره د هغه د خدمت لپاره تیره کړم.

د دغې شپې واقعه زما لور داسې بیانوي: زه د خپل پلار د کټ سر ته کیناستم او دسورة فاتحې تلاوت مې کولو چې، د تلاوت په دوران کې ماته خوب راغی او زه ویده شوم، خوب کې یو کس راغی او ماته یې وویل: پاڅه ولې ویده یې؟ زه پاڅیدم او دوه رکعته لمونځ مې وکړ، بیا راباندې خوب راغی چې ویده شوم، خوب کې یو کس راغی او ماته یې وویل: پاڅه دا هغه وخت دی چې رحیم او رحمان ذات پکې دُعا قبلوي!

زه هم پاڅیدم لمونځ مې وکړ او د الله ﷻ څخه مې داسې دعاء وغوښته: یا الله ﷻ دا زما پلار ستا د بنده ګانو څخه یو بنده دی، زما پلار ته تکلیف رسیدلی او مونږ پرې صبر کړی او ستا شکر مو اداء کړی دی، ستا په فیصله مونږ راضي یو، یا الله ﷻ دا ستا د رحمت لاندې دی او تا د خپل رحمت په وجه ایوب علیه السلام له لوی مرض څخه روغ کړی دی او موسی علیه السلام دې خپلې مور ته واپس کړی دی او یونس علیه السلام دې د ماهي له خیټې څخه ژوندی راویستلی دی او اور دې په ابراهیم علیه السلام جنت برابر کړی دی… یا الله ﷻ زما له پلار څخه هم دا تکلیف لرې کړې.

ددې دعاء د کولو څخه وروسته بیا ویده شوم؛ نو د سهار لمانځه وخت کې مې، یو هیبتناک اواز واوریده چې ویل یې: ته څوک یې او دلته څه کوې؟

ما چې کله سترګې خلاصې کړې؛ د اواز واله سړی زما پلار وو او ماته یې غږ کولو؛ نو د ډیر خوشحالۍ نه زه په ژړا شوم او خپل پلار ته ورغاړې شوم.

هغه زه د خپل ځانه جدا کړم او ویې ویل چې له الله ﷻ څخه وویریږه او له ما څخه جدا شه، ما ورته وویل: زه ستا لور اسماء یم، زما د پلار له حالت څخه چې، ډاکټران خبر شول، هغوۍ هم ډیر تعجب کوی او ویل یې چې، پاک دی هغه ذات چې هډوکي پداسې حالت کې ژوندي کوي چې، هغه ذره ذره شوي وي.

پدې ټولو حالاتو باندې زما پلار خبر نه وو، تر دې چې مونږ خبر کړ نو ویې، ژړل او بیا یې وویل: الله ﷻ غوره حفاظت کونکی دی او هغه دنیکانو بندګانو ساتنه کوي.

د اسماء مور وایي چې، زما د صبر له كبله الله ﷻ، ماته خپل خاوند ۱۵ کاله وروسته بیرته، روغ رمټ کړ سره له دې چې د ډاکټرانو په نظر کې هغه مړ وو.

د کیسې درس: هیڅکله د الله ﷻ له رحمت څخه مه ناهیلي کیږئ، همېشه صبر کوئ او له الله ﷻ څخه د دُعاء غوښتونکي اوسئ خپل مور او پلار خوشحاله ساتئ؛ ځکه د مور او پلار رضا د الله ﷻ رضا ده.