د املي یا هندي خرما ګټې!

د خوراک د خوند د برابرولو د هر کور ضرورت ده ، د هند د حيدرآبادی خواړه د املی نه بغير نمګړي وی ، که خوراک  وی ، که چاټ او که چکني  او که نور ، د کورنی خوړو ته يو ژوند وربخښي ، د خوړو د ذايقی سره سره دغه طبعی بې شمېره ګټې هم لری ، بلکې يوه دوا ده.

ویټامن سی ، ويټامن بی ،کېلشيم ،  فاسفورس ، آئرن  ، پوتاشيم  ،  ميګينز او د غذائی فائبر يوه خزانه ده ، په املي کې موجوده غذاء له خپل ځان سره انسان ته يو مکمل صحت ور بخښي او په ټولنه نړي کې مشهور ده ، په املي کې  موجود مواد د انسان دفاعی سيستم قوی کوی او له ډيرو موضرو مرضونو  يې ساتی داسې ، خو که ګرمی وی او که يخ په هر موسوم کې ګټه ځينی اخيستلې شي.

د املي ځنې روغتيايې ګټې:

۱:- د وزن په کموالی کې ډير ښه رول لوبوی.

۲:- املی د هضمی د کارولو لپاره ډيره ګټوره ده.

۴:- د شکر غوندی ، د مضر مرض يوه اسانه درملنه ده.

۵:- د وزن د کموالئ لپاره زيات خلک د املی شربت هم کاروي.

۶:- د انسان د وينی فشار کله لوړ او کله ټيټ وی ، هغه هم کنترولوی.

۷:-  لوږه کمو او غوړو ته اجازه نه ورکوي ، چې په خيټه کې ځای ونيسی.

۸:- املی د انسان يو دفاعی سيستم ده ، چې انسان له قسماقسم مرضو نه ژغوری.

۸:- قبضيت ، د نس ګيس ، د ميدی درد ، د ميدی جوش کموی او معيدی له طاقت ورکوی.

۹:-  په خاصه توګه د عصابو مريضان خو د روزانه وخوری ، ځکه چې د انسان د مازغو لپاره ډيره ګټوزه ده.

۱۰:- د اميدواری په وخت کې ځينی ميرمنی خاوره خوری د هغو لپاره املی ډيره ګټوره ده او د هغی شېدی هم ورسره اضافه کېږی.

۱۱:- د انسان د جسم د فولادو د کمی مخنيوی کوی ، د فولادو د کمی له وجی سر درد ، نس درد ، ستړيااو د پښو دردونه او د مکمل جسم درد شاميل دی.

کاپي…