څلویښت سلنه هغه ښځي چى د اميدواري ضد دوايي خوري شايد په کمه اندازه جانبي عوارض ولري خو کله کله د زيات وخت لپاره د اميدواري ضد دوا استعمال د ډيرو خطرناکو ناروغيو د منځته راتلو سبب کيږي چى ځيني وخت میندې د مرګ له ګواښ سره مخ کوي.
دلته يې موږ یو شمیر مهم تاوانونه ذکر کوو:
۱ـ د امیداوارۍ ضد درمل باید په دوامدار ډول وخوړل شي، چې دا چاره میندې په دوا خوړولو عادت کوي.
۲ـ د امیدوارۍ ضد درمل د هغه میندو لپاره خطرناک دي، چې د شکر ناروغي Diabetes، دزړه او رګونو ناروغي cardiovascular diseaseاو يا د ځیګر ناروغي ولري.
۳ـ په ځیګر کې د (anticoagulants) يعني د پرنډ کيدلو ضد موادو د توليد مخه نيسي او وينه پرنډ کيدلو (clotting) ته تمايل کوي
۴ـ د زړه حملې (Heart attack) باعث کیږي.
۵ـ دويني د فشار لوړوي.
۶ـ د تيونو (Breast) نرموالى او د تيونو د سرطان خطرات زیاتوي.