د انسان د حافظې او اعصابو د قوت او کمزورتيا لاملونه

د نسيان يعني د ياد د قوې د کمزورۍ اسباب دوه قسمه دي:

يو قسم ظاهري او جسماني اسباب دي ، او بل قسم باطني او روحاني دي.

کوم چي جسماني اسباب دي نو د هغو له جملې څخه يو کسَل دئ ، يعني کهالي او سستي چي په بدن د انسان کښي پيدا سي .

دوهم : سبب کثرت او ډيروالئ د بلغمو دئ ، غالبًا د انسان به بدن کښي سستي او کهالي هم د بلغمو په وجه پيدا کيږي ، او د بلغمو ډير والئ بيا د ډيرو اوبو له چښلو څخه غالبًا پيدا کيږي ، او د ډير چښاک خواهش بيا د ډير خوراک کولو څخه منځته راځي.

دريم سبب : د نسيان او د کمزورۍ د حافظې دادئ چي د انسان شغل او تعلقات ډير سي .

څلورم سبب : يې دادی چي د تريو سيب خوراک چي انسان کوي نو دا هم د حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي .

پنځم سبب : يې کتل و هغه چاته دي چي په دار راځړول سوئ وي .

شپږم سبب : يې د قبرو د تختو او ډبرو د ليک او نوشتې ويل دي ، دارنګه نور اسباب يې هم سته ، مثلا چي د اوښانو د قطار په منځ کښي څوک تيريږي ، يا ژوندۍ شپږي پر مځکه غورځوي ، يا پر څټ باندي ښکر ولګوي ، دا هم د حافظې د کمزورۍ له اسبابو څخه دي ، دارنګه د دنيا په أمورو کښي سوچونه او فکر بندول ، په دنيوي مصيبتو او غمو کښي مبتلا کيدل هم د نسيان سبب ګرځي .

او روحاني سببونه د نسيان او د کمزورۍ د حافظې ګناوي او له شرعي أحکامو څخه مخالفت کول دي ، امام شافعي (رحمه الله) فرمايلي دي چي ما و حضرت وکيع (رحمه الله) ته د حافظې د بدۍ او کمزورۍ شکايت وکړ ، نو ده و ماته پدې خبره باندي ټينګار وکړ چي له ګناوو څخه اعراض کوه او ځان ورڅخه ساته ، يعني نو حافظه به دي سمه او قوي سي .

او کوم چي د حافظې د زياتوالي او د قوت سبب ګرځينو ځيني مهم له هغو څخه پدې شرحه دي :

(۱) : د علمي خبرو په يادولو کښي کوښښ او دوام کول.

(۲) : د خوراک او د غذا کمول .

(۳) : د وچي ډوډۍ استعمال .

(۴) : مسواک وهل ؛ ځکه چي مسواک وهل په بلغمو کښي کمبود راولي ، حافظه قوي کوي او په خبرو کښي فصاحت پيدا

کوي .، فقهاوو (۷۰) يا (۷۲) فايدې د مسواک ذکر کړيدي .

(۵) : پر نبي (صلی الله عليه وسلم) باندي درود ويل د حافظې په زياتولو کښي ډير قوي أثر لري .

(۶) : صلوة تهجد کول .

(۷) : و قرآنکريم ته په سترګو کتل او تلاوت کول ؛ ځکه چي پدې کښي جمع د دوو عبادتو راځي چي تلاوت او نظر دئ و قرآنکريم ته .

(۹) : د عسلو [شهدو] چښل ، او له برې او شکري سره کُندُر خوړل .

(۱۰) : يو بل ډير مهم شئ د حافظې د قوي کولو دادئ چي انسان هر سهار پر تش نس باندي يو ويشت دانې سرې وڅکي (هرتاوۍ) خوري ، او دا د ډيرو نورو مرضو دپاره هم ښه علاج دئ .

(۱۱) : دارنګه هر شئ چي د بلغمو ورکونکئ وي د هغه خوړل .

[ أنظر الطحطاوي شرح درالمختار ج ۱ ص ۲۸ ] .

فيض الحق حقپال