د انسان د هاضمې سېسټم لنډ مالومات او په اړه يې لس عجيب حقيقتونه!

لیکوال: ډاکټر نېک ويال

د انسان هضمي سېسټم يو مهم سېسټم دی چې د ستونزو له امله يې انسان د مرګ تر ګواښ رسيږي. هاضمې سېسټم له خولې، مرۍ، معدې، او کولمو جوړ شوی دی.

 

۱که څه هم معده د انسان د هاضمې سېسټم مهم غړی او د هضم عملې مهم ارګان شمېرل کيږي، خو په حقيقت کې د هضم په عمليه کې له معدې ډېر رول کوچنۍ کولمې لري.

 

۲کله چې يو څه وخوړل شي نو اړتیا نشته چې د جذب قوې پر بنسټ يې معده کش کړي؛ مرۍ يې په ځانګړو  حرکتونو سره يې تر معدې رسوي.

 

۳د hydrochloric acid په نوم تيزاب د معدې لپاره ډېر خطرناک دي. معده تر ډېره د خپل پنډ ديوال پر بنسټ له دغه تيزابو ځان ساتي.

 

۴د انسان په وجود د سرطان يا کنسر تر ټولو زيات ډول د هاضمې سېسټم سرطان دی. هر کال په نړۍ کې په مېلیونه کسان د معدې په سرطان اخته او مري.

 

۵د انسان په دفاعي سېسټم کې معده چې د هاضمې سېسټم غړی دی ډېر مهم رول لري. معده نه يوازې چې غذا هضم کوي، ډېری ميکروبونه او نورې بکترياوي هم له منځه وړي.

 

۶د معدې د ټپ يا ulcer اصلي لامل بکتريا ده او په بکترياوو کې مضره بکتريا د H. pylori په نوم ده.

 

۷معده کولی شي چې تر څلورو کيلو ګرامه مايع غذايي مواد وساتي.

 

۸معده دا وړتيا لري چې د ۲۴ ساعتونو لپاره غذا خوندي کړي. له ۲۴ ساعتونو وروسته غذايي موادو په غايطه موادو بدل او بهر کيږي.

 

۹معده هم په فزیکي او هم په کيمياوي هضم کې رول لري.

 

۱۰- د معدې تيزاب د معدې د جوش ناروغي ده چې پښتو کې ورته زړه اېشيدل وايي او همدا ډول په انګلېسي کې هم ورته heartburnig وايي