د اوښ شیدې روغتیا لپاره ګټورې دي که زیانمنې؟

نن ټکی اسیا

نړۍ کې شاوخوا هر کس په عام ډول د غوا شیدې څښي، خو ایا تاسې ته معلومه ده چې د اوښ شیدې روغتیا لپاره څومره ګټورې دي؟ هو؛ د اوښ شیدې د داسې ناروغیو درمل دي چې د غوا په شیدو کې نه موندل کیږي.

د اوښ شیدې د نورو شیدو په پرتله زیاتې روغتیايې ګټې لري، د بېلا بېلو طبي څیړنو په ترڅ کې ویل شوي چې د اوښ شیدې له نورو څخه روغتیا ته زیاته ګټه رسوي، دا په ډول کې د میندو شیدو ته نږدې وي چې په اسانه هضمیږي او له غذا څخه ډکې دي.

په دواړو کې توپير څه دی؟

د اوښ په شیدو کې منرالونه لکه وسپنه، زینک، پوټاشیم، سوډیم، مسو او میګنیشم د غوا شیدو په پرتله زیاتې وي، دا ډول په دې شیدو کې د ويټامن ای، بي ۲ او د پروټینو کچه هم د نورو شیدو په پرتله لوړه وي، او د ویټامن سي کچه د نورو شیدو په پرتله په دې شیدو کې ۳ چنده زیاته موندل کیږي.

د اوښ شیدې جراثیم له منځه وړونکي هم دي او په دې کې د کولیسترول اندازه د نورو په پرتله کمه موندل کیږي.

د اوښ شیدو ګټې:

د کوچنیانو الرجي لپاره ګټور دي

دا شیدې د هغو کوچنیانو لپاره غوره کورنۍ نسخه ده چې د کوم ډوله خوړو له کبله د الرجۍ ښکار کیږي، په یوه څیړنه کې موندل شوې چې د اوښ شیدو استعمال د کوچنیانو لپاره د خوړو څخه رامنځته کېدونکي الرجي مخه نیسي.

جنسي قوت زیاتوي

د اوښ شیدې د داسې اکسایډ ضد مادې څخه برخمنې دي چې په واسطه یې بدن کې وړیا رادیکالونو په ویستلو کې مرسته کوي، په دې سره د بېلا بېلو ناروغیو مخنیوی کیږي او جنسي قوت لوړوي.

د اوښ په شیدو کې داسې ماده هم موندل کیږي چې د آټو امیون ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي، دا داسې ناروغي ده چې د بدن خپل دفاعي سیستم پر جوړو حجرو حمله کوي.

عمر زیاتېدو سره راتلونکي اثرات له منځه وړي

د اوښ په شیدو کې داسې (الفا هایډروژل) ضد ماده موندل کیږي چې د عمر په تیریدو سره پر بدن چټک راتلونکي اثرات سوکه کوي.

شکر مخنیوی کوي

په دې شیدو کې شته عنصرونه د شکر څخه ژغورلو او یا هم کنترول ساتلو کې مرسته کوي، په دې کې انسولین ډوله پروټین شتون لري چې د شکر اثرات کموي، دغه شیدې په وینه کې شته انسولین په اسانۍ سره جذبوي.

وزن کموي

په دې شیدو کې غوړ یا روغن کم موندل کیږي چې په څښلو یې د وزن زیاتولو ګواښ کمیږي، په دې کې شته عنصرونه د شوګر کچه هم منظموي.

سربېره پر دې دغه شیدې داسې ځانګړتیاوې لري چې حمله کونکې ناروغۍ لکه ټوخی، د عضلاتو او بندونو درد او داسې نورو ناروغیو درملنه کوي، د انیمیا ناروغیو مخنیوی کوي، بدن کې د وینې جریان غوره کوي، د زړه او فالج حملې مخنیوی کوي او د هډوکو پياوړولو کې مرسته کوي.