ژباړه او راټولونه : نثاراحمد سلطان .
۱: حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وايي د اوښ غوښه افضل ترينه غوښه ده . او پسه بيا شات دی .
۲: پر معده يې زهر تاثير نه کوي .
۳: ۳۴ غاښونه لري .
۴: يو اوښ کولاي شي په ۱۵ دقيقو کي ۲۰۰ ليټره اوبه وڅښي .
۵: ۳ دانې eyelids ( د سترګو هغه برخه چي باڼوګان ورباندي شنه کيږي ) او دوه دانې باڼوګان لري ترڅو د سترګو ساتنه د ريګو په مقابل کي وکړي .
۶: د اوښ شونډان پنډ دي کولاي شي چي داسي نباتات په وخوري کوم چي نور حيوانات يې نه شي خوړلاي لکه : ځوځان .
۷: اوښ کولاي سي چي په مکمله توګه خپل د پوزي سوریان د ريګو د طوفان په وخت کي بند کړي .
۸: د اوښانو پښې او سينه داسي جوړ دي چي کولاي سي په ډير راحت سره پر ډير ګرم ریګ تګ وکړي او پر کښيني .
۹: ډير زورور دي ، کولاي سي چي په ورځ کي ۴۰۸ کيلو ګرامه وزن تر ۲۵ مایله (۴۰,۲۳km ) پوري يوسي .
۱۰ : که يې ناړي تو کړې نو پوه سه چي په غصه دئ ، سمه رويه ورسره وکړه تر څو سمه رويه درسره وکړي .
۱۱ : اوښه ۱۴ مياشتي جونګی په نس کي ساتي او وروسته يې تولد کيږي .
۱۲ : بعضي جونګيان په مکمله توګه سپين دنيا ته راځي وروسته نصواري رنګه کيږي .
۱۳ : په عربي ژبه کي ۱۶۰ لغاته د اوښ مانا ورکوي .
۱۴ : د camel کلمه د عربي ژبي څخه ده چي د ښايسته مانا ورکوي ، نو هيڅکله اوښ ته بدرنګه و نه واياست .
۱۵ : عربي اوښان يواځي يو بوکی لري او آسيايي اوښان دوه لري .
۱۶ : اطاعت پکښي خورا زیات دی تردی چې یوه لویه ګله په یوه وړوکي ماشوم پسي روانه وي.
۱۷ : زغم او صبر یې ډیر دی چې څو ورځي وږی تږی ګرزي خو خپل محنت کې یې فرق نه راځي.
۱۸ : خپل طبعې تګ او راتګ یې دقبلې په لور وې.
۱۹ : په بدن کې دصفا اوبو یوه ښه خزانه (زخیره) لري چې د پوره یوې هفتې اوبه ځايه ولی سي
۲۰ : ډیره حیالري له همدي امله یې جماع ډیره مستوره وي، او له مور او خور سره جفت والی (جماع) نه کوي.
۲۱ : لکه عاشق د مستۍ او جذب په حالت کي له خوراک او څښاک څخه ډډه کوي.
۲۲ : دوړیو څخه یې د زخم بهترین علاج کیږي.
۲۳ : بولي او شيدي یې د بواسیرو او نورو بیماریو بهترینه دوا ده.
۲۴ : د اوږدي غاړي له برکته تر هر څومره لوی بار لاندي ولاړیدی شي.
۲۵ : شيدې یې د څښلو غوښي یې د خوړلو وړی یې د جامو جوړولو او شا یې د سپریدلو بهترین مراجع دي، نو ځکه الله تعلی فرمایې:اَفَلا یَنْظُرُوْنَ اِلي الاِبِلِ کَیْفَ خُلِقَتْ.