د بدن دفاعي وړتیا زیاتولو لپاره له هوږې او ادرک پرته نور خواړه

د غذایي موادو یوه کارپوهه داسې خواړه په نښه کوي چې هوږې او ادرک پرته د بدن دفاعي سیستم په پیاوړي کولو کې بشپړ مرسته کوي.

حماد افغان 1 ورځ وړاندې0

د بدن دفاعي سيستم پياوړي کولو لپاره د هوږې او ادرک (سونډ) خوړو سربيره ځينې نور خواړه هم شتون لري چې د بدن په دفاعي سيستم کې مهم رول لوبوي.

مار ګريټا کرولوفا، چې د غذايي موادو کارپوهه ده ځينې خواړه په ګوته کړي چې د هوږې او ادرک سربيره په ځينې نورو خوړو کې هم موندلی شو.

نوموړې د «ويرسينا موسکوا» ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې دې ته اشاره کړې، دا وايي: لکه څرنګه چې ټولو ته څرګنده ده چې هوږه او ادرک د بدن په دفاعي سيستم کې مهم رول لوبوي نو دې ته په کتلو سره بايد پر دې ډير تمرکز ونه شي، بلکې له دې سره په څنګ کې ځينې نور خواړه هم شتون لري چې د بدن دفاعي سيستم پياوړی کوي.

نوموړې په خپلو څرګندونو کې وويل چې ميس (زنک) شتون په بدن کې ډير اړين دي ځکه چې ميس (زنک) د هغې په وينا يو له داسې موادو څخه شميرل کيږي چې په بدن کې د مضرو وایرسونو ترڅنګ د بدن د حجرو په سالم ساتلو کې مرسته کوي، او د پروټين لرونکو خوړو په خوراک سره په بدن کې په اسانۍ سره جذبيږي، لکه غوښه، لوبيا، چڼه، دال او د مغز لرونکو خوړو په خوړلو سره منځ ته راځي.

نوموړې په خپلو څرګندونو کې زياته کړه چې ميس(زنک) د ويټامين A لرونکي خوړو کې په زياته اندازه موندل کيږي، يو له هغې څخه خالص غوړي چې له بل څه سره ګډ شوي نه وي، لکه د زيتونو تيل، د جوارو څخه ويستل شوي غوړي او د ګل ټاپرس غوړي. هيره دې نه وي چې ويټامين E هم د بدن په دفاعي سيستم کې مهم رول لوبوي، چې په طبیعي موادو کې په زياته پيمانه ليدل کيږي.

 

همداراز نوموړې زياتوي چې د زياتو مايعاتو په څښاک سره مو له بدن څخه زهرجن مواد له منځه ځي.

 

بايد ووايو چې ويټامين C لرونکي خواړه هم په نظر کې ونيول شي، چې دا ويټامين په سبزيجاتو او تازه ميوو کې په زياته پيمانه موندل کيږي او همدا رنګه خمير شوی کرم (بند ګوپي) د کولمو لپاره اړين دی، ځکه چې د بدن دفاعي سيستم ۸۰ سلنه په کولمو پورې اړه لري.