د بدن د اړتیا وړ کلسیم څنګه پوره کړو؟

هډوکي په ځوانۍ کې قوي وي، خو د وخت په تېرېدو د هډوکو مقاومت راټیټېږي. د هډوکو د مقاومت ټیټوالی په ښځو کې هغه مهال لا ډیرېږي، چې عمر یې لوړ شي. کلسیم د هډوکو د قوي کولو لپاره عنصر دی. هغه کسان چې عمرونه یې تر۵۰ کلونو پورته دي، باید هره ورځ زر میلي ګرامه شیدې وخوري؛ ځکه شیدې د کلسیم قوي سرچینه ده. مستې هم په غذایي لحاظ د شیدو په څېر دي. که تاسو د شیدو له لکتوز سره حساسیت لری، نو مستې او پنېر هغه څه دي چې دغه مواد پکې تر شیدو کم دي. دغه راز له نورو هغو محصولاتو هم استفاده کولای شی چې لکتوز پکې کم وي.  یوازې شیدې هم کلسیم نه لري، بلکې هغه کبان هم چې واړه هډوکي لري، د کلسیم په برخه کي ډېر غني دي او خوړل یې د هډوکو د پیاوړتیا لپاره ډېر ګټور دي. د دې تر څنګ ګڼ نور خواړه او مېوې هم شته چې په خپل ترکیب کې په زیاته پیمانه کلسیم لري او د هډوکو له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

کاپي…