د برات شپه وپیژنئ!

محترمومسلمانانووروڼو  د شعبان ۱۵ شپه ده!!! ( د برات ) شپه او ورځ:

د شعبان ۱۵مه (برات) دا شپه هغه شپه ده په کومه شپه چې الله تعالی ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.

امام حسن بصري رضی الله عنه په دې شپه په لړزه کې و او وارخطا و، ویل یې د برات شپه ده زما اعمال الله ته وړاندې کیږي ، الله تعالی خبر چې پایله به څه وي؟ په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي!!!

 

حضرت علي رضی الله عنه په دې شپه د باندې راوځي په ژړا دی، اسمان ته یې مخ کړی وایي الله تعالی نن تاته اعمال وړاندې کیږي ، وایي د علي اعمال به الله خبر څنګه وي؟؟؟

 

صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې ای! د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟ د الله تعالی رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په پنځلسمه ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عمل نامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عمل نامه کې په روژه باندې شي. د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې د دې لپاره عبادت کوم او په ویښه یې تیروم چی دا مې خوښیږي چې کله مې الله د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عمل نامه کې مې اخیر عمل عبادت وي!!!

 

د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به دبرات ( شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیروله ، عایشه (رض) وایې په دې شپه به رسول الله ﷺ عبادت کاوو او کله به یې چې سر په سجده کیښودو دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل الله مکړه هغه قبض روح شوی دی ، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړه وروسته پوهه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله پنا غواړم ستا له عذاب څخه ، خدایه پنا غواړم ستا له قهر او عذاب نه ، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته ، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت نه دی کړی. د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير ليکل کيږي او دعا کولای شي د انسان تقدير ته بدلون ورکړي نو هيله ده چې په دې شپه کې الله ته عبادت وکړئ او د افغانستان لپاره دعاګانې وکړئ. او دکرونا ناروغانو ته د شفاء لپاره دعاګاني وکړئ د ټول مسلمان امت ، د اتفاق لپاره دعا وکړئ!! دوستان هم دعا کې ياد کړئ. مونږ ته هم پکې يوه د خير او برکت دعا وکړئ!

وسلام.

کاپي