د بشریت په تاریخ کې د ترټولو خونړۍ زلزلې وړاندوینه شوی ده

سپوتنیک د العالم له قوله وایي :د جیوفزیک پوهانو د ډیرې غښتلې زلزلې وړاندوینه کړې چې په پایله کې به یې د بنګله دیش تر ۱۴۰ ملیونو زیات خلک قربانی شي.

په دې هکله خبر د Nature Geoscience په مجله کې خپاره شوي او د امریکا د کولمبیا پوهنتون هم په دې هکله خبر ورکړی.

پوهانو د دغې پیښې علت د برما لاندې د هند- استرالیا د «جیوتکتونیک پليټ » خوځښت تشریح کړی دي.د پوهانو په وینا، تر خمکې لاندې دغه فشارونه د تیرو څلور پیړیو راهیسي په کرار وو.

اټکل دی، چې راغونډه شوې انرژی به د ۴۰ زره کیلومترو په اندازه پراخه سیمه کې خپره شي. دغه پیښه به له ځان سره د سیمې په جغرافیا کې چې د نړۍ تر ټول لوي د ګنکا سیند په کې بهیږي، ډیر د پام وړ بدلونونه را منځ ته کړي. دغه زلزله به د ریخترد ۹ درجو نه هم لوړه وي.

د زلزلې مرکز به د بنګله دیش پلازمینه ډاکه وي او ددغې زلزلې له کبله به د بنګله دیش سر بیره د هند ختیزې سیمې هم زیانمنې شي.