بې شعوره انسان هغه څوک دی چې زموږ د سپکاوي، ناتوانۍ، بېاحترامۍ يا ځپل کېدو لامل کيږي. هيڅوک بې شعوره نه زېږي بلکې ناسالمه تربيه، د مور و پلار نه پاملرنه او ځينې نور عوامل د فرد د بېشعورۍ سبب کيږي. زموږ په ټولنه کې دا موضوع دومره عامه شوې چې د بېشعوره انسانانو يو شمېر چلندونه عادي او روزمره ګڼل کيږي او ټول ترې په آسانۍ تېريږي.
۱ـ په ډکه خوله خبرې کول
۲- د داسې يوې ډلې په منځ کې سيګريټ څکول چې غير سيګريټي کسان هم پکې وي
۳ـ په لوړ غږ خبرې کول
۴ـ سپک او ژوبلوونکي کلمات کارول
۵ـ د نورو پر تېروتنو، تکليف او غم خندل
۶ـ خڅلې پر ځمکه غورځول
۷ـ په مېلمستياوو کې پُرخوري کول
۸ـ د خلکو تر مخه غير سنجيده او بېنزاکته حرکات کول
۹- د خلکو تر مخه له ژاولې ټقونه ويستل او پوکڼۍ جوړول
۱۰- په ډله کې له ټليفون نه ډېره استفاده کول
کاپي…