دحضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یوچا پوښتنه وکړه چې دتراویح لمانځه دفضیلت په هکله څه وایي؟ حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
۱- که چا اوله ورځ تراویح اداء کړي دګناه څخه داسې پاکېږي لکه څنګه چې کوچنی له مور څخه نوی پیدا شوی وي.
۲- که چا دوهمه ورځ تراویح اداء کړې، الله تعالی به ده اودده موراوپلار ته عفوه اوبښنه وکړي.
۳- که چا دریمه ورځ تراویح اداء کړې، نودعرش عظیم څخه لاندې به یوه ملایکه غږ وکړې “عمل د راوګرځوه الله تعالی دمخکنی ګناهونو عفوه درته وکړه.
۴- که چا څلورمه ورځ تراویح اداء کړې، دومره ثواب لری لکه تورات، انجیل، زبور، اوفرقان یی چې لوستلی اوختم کړې وی.
۵- که چا پنځمه ورځ تراویح اداء کړې، لکه په مکه معظمه، نبوی مسجد، اقصی مسجد، اوبیت المقدس مسجد کې چې لمونخ وکړې.
۶- که چا شپږمه ورځ تراویح اداء کړې، لکه په څلورم آسمان کې چې دبیت المعمور(دملایکو کعبه) طواف وکړې.
۷- که چا اوومه ورځ تراویح اداء کړې، لکه چې دموسی (ع) سره یی دفرعون اوهامان په مقابله کې مرسته کړې وی.
۸- که چا اتمه ورځ تراویح اداء کړې، دابراهیم (ع) په اندازه به ده ته شان اوشوکت ورکړل شی.
۹- که چا نهمه ورځ تراویح اداء کړې، د ده عبادت به د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دعبادت په شان شی.
۱۰- که چا لسمه ورځ تراویح اداء کړې، الله تعالی به ددنیا اوآخرت خیر دده په نصیب کړې.
۱۱- که چا یوولسمه ورځ تراویح اداء کړې، د دنیا څخه به داسی ولاړ شی لکه کوچنی چې د مور څخه وزیږیږی.
۱۲- که چا دولسمه ورځ تراویح اداء کړې، د قیامت په ورځ به داسی راشی چې مخ به یی د څوارلسم سپوږمی په شان سپین وی.
۱۳- که چا دیارلسمه ورځ تراویح اداء کړې، د قیامت په ورځ به داسی راشی چې له هر ضرر څخه په امن وی.
۱۴- که چا څوارلسمه ورځ تراویح اداء کړې، نو ملایکې به دا شاهدی اداء کوی چې الله(ج) به حساب ورسره ونکړې.
۱۵- که چا پنځه لسمه ورځ تراویح اداء کړې، نو ملایکې ده ته دعاء کوی همدارنګه دعرش عظیم ملایکې ورباندی دعاء او درود وایی.
۱۶- که چا شپاړلسمه ورځ تراویح اداء کړې، الله (ج) به ورته ولیکې ۱- خلاصوالی ددوزخ داور څخه ۲- دخول دجنت.
۱۷- که چا اووه لسمه ورځ تراویح اداء کړې، دانبیاء (ع) په شان به ورته ثواب ورکړل شی.
۱۸- که چا اته لسمه ورځ تراویح اداء کړې، ملایکه به غږ پری وکړې چې ؛ای بنده الله (ج) د تا اوستا د مور اوپلارڅخه راضی شو.
۱۹- که چا نولسمه ورځ تراویح اداء کړې، په جنت فردوس کې به الله (ج) د ده درجی لوړی کړې.
۲۰- که چا شلمه ورځ تراویح اداء کړې، الله تعالی (ج) به ده ته دشهداء اوصالحینو ثواب ورکړې.
۲۱- که چا یوویشتمه ورځ تراویح اداء کړې، الله تعالی به ده ته په جنت کې د نور څخه کور جوړکړې.
۲۲- که چا دوه ویشتمه ورځ تراویح اداء کړې، په ورځ دقیامت به داسی راشی چې د هرغم او تکلیف څخه په امن وی.
۲۳- که چا درویشتمه ورځ تراویح اداء کړې، الله (ج) به د ده په نامه په جنت کې یو ښار جوړ کړې.
۲۴- که چا څلورویشتمه ورځ تراویح اداء کړې، الله (ج) به د ده څلورویشت ۲۴ دعاءګانی قبولی کړې.
۲۵- که چا پنځه ویشتمه ورځ تراویح اداء کړې، الله (ج) به یی دقبر دعذاب څخه خلاص کړې.
۲۶- که چا شپږویشتمه ورځ تراویح اداء کړې، الله (ج) به دڅلویښت ۴۰ کلونو په اندازه ثواب ورکړې.
۲۷- که چا اووه ویشتمه ورځ تراویح اداء کړې، په پل صراط به درعد (برق) په شان تیر شی.
۲۸- که چا اته ویشتمه ورځ تراویح اداء کړې، الله (ج) به زر۱۰۰۰ درجی په جنت کې ورلوړی کړې.
۲۹- که چا نهه ویشتمه ورځ تراویح اداء کړې، الله (ج) به دیو قبول شوی حج ثواب ورکړې.
۳۰- که چا دیرشمه ورځ تراویح اداء کړې، نو الله (ج) به ورته ووایی ؛ای بنده! وخوره دجنت دمیوو څخه اوغسل وکړه دسلسبیل په اوبو ، او وڅښه اوبه د کوثر حوض څخه،“ زه رب ستا یم او ته بنده زما یی”.
کآپي…