د تشو بولو ځنډول کومي خطرناکې پایلې لري

ژوند کې ځینې داسې لوازمات شتون لري چې پر وخت ترسره کولو سره د ژوند معاملات په سمه توګه روان وي ، چې له برخې یې د تشو بولو پر وخت کول دي ، که چیرې پر خپل وخت ترسره نشي بدن د یو شمېر ستونزو ښکار کوي .

ځینې مهال د تشو بولو راتلو پر مهال انسان د بوختیا یا مناسب ځای نه موندلو له کبله تشې بولې ځنډوي چې د انسان پر بدن خطرناکې پایلې لري او په معده ، ځیګر او پښتورګو سخت اثر پریوزي ، او په سمدستي ډول مثانه هم کمزورې کوي .

د روغتیا پوهانو د وینا سره سم د تشو بولو ځنډول د مثانې شاوخوا د بدن پلې هم کمزورې کوي چې له کبله یې انسان ته د تشو بولو ( څاڅکو څاڅکو ) تلو ناروغي رامنځته کیږي او د پښتورګو او معدې سربېره د بدن نور غړي هم اغیزمنوي .

پوهان زیاتوي که چیرې انسان په تکراري ډول تشې بولي ایساروي او تشناب ته زیات تګ نه کوي دوی د یو شمېر ناروغیو ترڅنګ د قبضیت ناروغي ، په خيټه کې درد ، د مثانې او پښتورګو شاوخوا کې درد د معدې سوزش او ځینې وختونه د پښتورګو د له منځه تلو لامل هم کیږي .

د پوهانو په وینا د تشو بولو ځنډول انسان د کولو پر مهال ددې کمښت سره مخ کوي چې دا یوه ناروغي ګڼل کیږي ، ددې لپاه په کار دي چې تشې بولې په خپل وخت کولو سربېره باید ډیرې اوبه هم وڅښل شي .

له دې وړاندې د جاپان څیړونکو ښودلې وه چې د شپې لخوا زیاتې تشې بولې راتلل هم یوه ناروغي ده ، دوی وایي چې د شپې لخوا زیاتې بولې کول د انسان لوړ فشار ۴۰ سلنه زیاتوي او انسان د دماغي سکتې او زړه حملې ښکار کوي .