د تور فنګس وژونکې ناروغي، نښې، لاملونه او د مخنیوي لارې چارې!

تور فنګس څه ډول ناروغي ده؟

تور فنګس د پوستکي ناروغي ده چې د فنګس له کبله رامنځته کیږي او ګڼ شمېر ډولونه لري، دا په ناولتیا، خځلو، نباتاتو، اوبو، هوا، میوو (په ځانګړي ډول هغه میوې چې ډېر وخت پرې تېر شوی او مړاوې شوې وي)، په کورنیو سطحو او د انسان په پوستکي کې ژوند کوي چې ځینې مهال په پوستکي کې د دانو او نورو خنډونو په توګه د ستونزو لامل کیږي.

دغه ناروغي ساري نه ده او له یوه کس څخه بل ته نه انتقالیږي.

د تور فنګس ناروغي لومړی په پوستکي، بیا په سرعت سره د مخ د هډوکو په منځ کې کوچنیو خاليګاو او له هغه ځایه تنفسي مجراګانو او بیا په مغز کې خپريږي. د بدن نورو غړو ته رسېدو مخنیوی يې، په زیاتره مواردو کې د بدن د یو غړي په قطع کولو سره کیدلای شي.

د تور فنګس ناروغۍ نښې او لاملونه:

دا ناروغي په هغو کسانو کې رامنځته کیږي چې د بدن دفاعي سیستم او مقاومت یې د ویروسي ناروغیو له کبله کمزوری شوی وي.

تبه، ټوخی، پر خوله او پوزه تورې لکې او زړه بدوالی ددې ناروغۍ عامې نښې دي، دغه راز د پوستکي بدلون، سوروالی، پړسوب، پوستکی اچول، تڼاکې کېدل، او خارښ یې نورې روښانه نښې دي.

په کرونا ویروس ډیری اخته کسان له دې ناروغۍ سره مخامخ دي. په افغانستان کې هم هغه کسان په تور فنګس ناروغۍ اخته شوي چې په کرونا ویروس له وړاندې اخته دي.

هغه کسان چې په اوږدمهاله یا مزمنو ناروغيو لکه د وينې شکر، سرطان او ایډز په څير په سختو ناروغيو اخته وي، تر ډيره د تور فنګس په ناروغۍ د اخته کیدو له خطر سره مخ دي.

 

د مخنیوي لارې چارې:

د تور فنګس ناروغۍ مخنیوی په پوستکي پاک ساتلو، زیات لاسونه پریمنځلو، په ځانګړي توګه کله چې تاسو څاروی یا نور کسان لمس کړئ، د بل چا لاس پاک نه کارول او نورو شخصي څیزونو ته یې لاس نه وروړل، په لاکر خونو، حمامونو او لامبو حوضونو کې بوټان اغوستل، هره ورځ پاکې جامې اغوستلو سره کیږي.

له دې وړاندې د تور فنګس ناروغي هند کې د کرونا پرواخوالي پرمهال رامنځته شوه چې اوس افغانستان کې هم موندل شوې ده.

تور فنګس یوه وژونکي ناروغي ده چې ۵۵ سلنه ناروغان یې خپل ژوند له لاسه ورکوي، افغانستان کې تر دې دمه یادې ناروغۍ یو کس مړ کړی او ۲ نور پرې اخته شوي دي.