د جاپاني ډاکټر حیرانوونکې څېړنه

د معدې د تېزابيت سبب ګډوډ خوراکونه نه دي، بلکې بې قراري د معدې د تېزابيت تر ټولو ستر سبب دی.

د فشار لوړېدو لامل په خوراک کې د مالګې زياتوالی نه بلکې د احساساتو او جذباتو نه قابول کول د فشار لوړېدو اصلي لامل دی.

د انسان په بدن کې د وينې غوړ د وازګې له امله نه بلکې د سستيا له امله زياتېږي.

د سينې د ټولو ناروغيو سبب د اکسيجن کمی نه بلکې غم او خپګان کول، انسان د سينې په ګڼو ناروغيو اخته کوي.

د شکرې لامل په بدن کې د ګلوکوزو زياتوالی نه بلکې غرور او په خپلې خبرې کلک درېدل د شکرې ناروغۍ ته بلنه ورکوي.

د جګر (ينې) ناروغيو سبب بې وخته خوب او رواني خلل نه بلکې مايوسي او د زړه ماتېدنه هم د ينې د ناروغيو په اسبابو کې شامل دي.

د زړه د ناروغيو سبب د وينې کمی نه بلکې د اطميان او سکون نشتون د زړه د ناروغيو اصلي سبب دی.

لنډه دا چې پورتني مرضونه چې د کومو اسبابو له امله پيدا کېږي، فيصده يې په لاندې ډول ده:

۵۰٪ روحاني اسباب

۲۵٪رواني اسباب

۱۵٪ ټولنيز اسباب

۱۰٪ کيمياوي اسباب

نو ځکه که چېرې تاسې يو صحتمند او روغ ژوند غواړئ، نو د خپل زړه او دماغو ساتنه وکړئ او له کينې، حسد، نفرت، غوسې، تکبر، سستيا، کنځلو او د نورو له سپکولو ډډه وکړئ.

 

کاپي