د جاپان د خلکو روغتیا او د هغوی د اوږد عمر راز!

د تیرو 20 کلونو راهیسې جاپانيانو په نړۍ کې د ترټولو اوږد ژوند کولو وياړ ترلاسه کړی. د یوه راپور له مخې په جاپان کې اوسط عمر 80 کاله دی، پداسې حال کې چې په نوره نړۍ کې اوسط عمر 71 کاله دی.

په 1963 کې په جاپان کې د سل کالو څخه پورته د خلکو شمیر 153 تنه وو، پداسې حال کې چې تر 2016 پورې دا شمیره 65 زره تنه څخه هم لوړه شوې وه. تراوسه هیڅ څوک نه پوهیږي چې د جاپانیانو د اوږد عمر راز په څه کې دې؟ خو د دوی ځینې داسې عادتونه دي چې د دوی اوږد عمر کې ګټور ثابت کیدی شي.

د جاپانیانو ځانګړي عادتونه:

1- جاپانيان سبزيجات ډیر خوري:

د وریجو، کبانو او سبزیو ډیر کارول د جاپاني کلتور برخه ګڼل کیږي. له همدې امله دوی د ویټامینونو، منرالونو او ګټورو فایټو کیمیکلونو کمښت سره نه مخ کیږي.

بدبختانه اوس دلته هم د غیر صحي خوړو کارول، لکه د سپینو اوړو څخه جوړه شوې ډوډۍ، د فارمي څارویو غوښې، او د بورې ډیر مصرف، چې فایبر کې بډایه دي، د ودې په حال کې دي.

2- دا خلک ډیر چای څښي:

چای په جاپان کې په پراخه کچه څښل کیږي. د چای کارول د دوی د کلتور یوه برخه ده. مګر دا خلک د چایو یو ډیر ښه ډول کاروي، چې د کافي په پرتله ډیر انټي اکسیډنټ لري. دوی د چایو کوچنۍ پاڼې په پاؤډر بدلوي او بیا ترې چای جوړوي، او دا خورا ګران بیه دي.

3- تازه خواړه خوري:

جاپانيان تل تازه او موسمي سبزيجات خوري. له همدې امله دوی د نورو هیوادونو څخه د سبزیجاتو او میوو واردولو تمایل نلري، ځکه چې دوی پوهیږي چې له نورو هیوادونو د دې سبزیجاتو را رسیدل ډیر وخت غواړي، چې د هغو تازه پاتې کیدل ستونزمن وي.

4- لږ خواړه خوري:

په جاپاني کلتور کې د لږ خوړلو عادت هم شامل دی. دوی خورا په نرمۍ سره خواړه خوري، له همدې امله دوی په کوچني لوښو کې خورا لږ خواړه خوري. خپل لوښی د خواړو څخه ډیر نه ډکوي، او د وریژو خوړلو لپاره د لاس یا کاچوغو پرځای چپکاسټیکونه کاروي.

5- ډېر پیاده ګرځي:

د سهار وختي پاڅیدل، سټیشن ته تګ، د ریل انتظار کول، په ولاړه سفر کول او بیا د سټیشن څخه دفتر ته پیاده تګ دا ټول د دوی د عادتونو برخې ده. ډیری جاپانیان عامه ټرانسپورټ کاروي، پداسې حال کې چې موټرې عیش و آرام ګڼل کیږي. ډیری خلک د کار کولو پرمهال هم ودریږي.

6- په سهار کې تمرین کوي:

د سهار وختي تمرین کولو ته راوتل د جاپانیانو د ژوند معمول برخه ده. د دوی ورځ له تمرین پرته نه پیل کیږي. دا تمرین دوی ځیرک، هوښیار او قوي کوي. دا شیان په ښوونځي او دفتر کې د دوی د موثریت سبب جوړیږي.

7- خپلې روغتیا ته پاملرنه کوي:

جاپانيان خپلې روغتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي. د ناروغیو څخه د ځان ساتلو لپاره، دوی لسګونه ځله د معایناتو لپاره ډاکټر ته ځي. کوم چې د نورو هیوادونو په پرتله څلور چنده ډیر دی.

8- ډیر وخت له کوره بهر تیروي:

سربیره پردې چې ډیری وختونه پیاده تګ کوي، دوی ډیری وخت د کور څخه بهر هم تیروي. دوی کور ته د ملګرو را بللو پرځای، له کوره بهر په رستورانت کې خواړه خوري. له همدې امله د رسټورانټ خواړه د کور په پرتله ارزانه هم تمامیږي. خو د جاپاني خلکو د اوږد عمر راز بهر خواړه خوړل نه دي، بلکې له ډیرو خلکو سره تعلقات دي کوم چې د دوی په روغتیا ښه اغیزه لري.

9- پاکوالي ته ډیره پاملرنه کوي:

پاکوالی د دوی په طبیعت کې شامل دي. د دوی کلتور د پاکوالي پراساس دی. پاکوالی د دوی په دیني تعلیماتو کې هم خورا مهمه ګڼل کیږي. په جاپان کې په اوړي موسم کې د ورځې دوه ځله حمام کول عام دي.