د حافظې او ذهني فعالیت ښه کولو لپاره «اوه» لارې

 

ژوند کې ډيرې داسې پېښې راځي چې خپل تیر حالت او مشهورې کیسې مو هیریږي، د خلکو نومونه، مهمې نېټې، د دوست مبایل نمبر، د ازموینې منځپانګې او اړینې پېښې چې ځينې وخت سخت دردونکي هم تمامیږي.

له بل پلوه ویل کیږي چې د وړتیا لپاره د یاداښت چټکتیا غوره څیز دی، په مناسب وخت کې د یو شي یادول د بریالیتوب یو له نښو څخه ده، ځینې مهال ښه حافظه طبیعي ګڼل کیږي خو ځینې داسې حالات هم شته چې کولای شئ په وسیله یې خپل یاداښت یا حافظه پياوړې کړئ.

نوې څیړنې ښيي لکه څرنګه چې  د بدن فعالیت ښه کولو لپاره ورزش او داسې نورو کړنو ته اړتیا لري دغه ډول د ذهني فعالیت او حافظې ښه کول هم د ځینو لارو څخه ممکن دی، دا فکر لرل چې زما ذهن پيدایشي خراب دی یا نورې ستونزې لري غلط دی.

د حافظې او یاداښت غوره کولو لپاره ځینې اړینې لارې په لاندې ډول دي:

منفي سوچ پریږدئ

د انسان ذهن په طبیعي ډول منفي څيزونو ته متوجه کیږي چې د غوره شخصیت لپاره زیانمن بلل کیږي، په عام ډول د انسان ذهن تر دې اندازې منفي عادت کیږي چې د مثبت سوچ او فکر لرلو لپاره کوښښ په کار وي.

منفي سوچ د انسان ذهني وړتیا کمزورې او محدوده کوي، چې پر حافظه بد اغیز کوي، ددې خبرې اندازه په خپله ولګوئ، وګورئ کوم کسان چې هر وخت ګیلې، شکایتونه، نقد او خپل ځان ورته کمزوری ښکاري ددوی ذهني کارکردګي د هغوی په پرتله چې مثبت سوچ لري کمزورې او یاداښت یې د اندیښنې وړ وي.

ورزش

تجربو ښودلې چې ورزش کوونکي کسان د هغو نورو په پرتله چې هیڅ فزیکي فعالیتونو کې برخه نه اخلي غوره یاداښت لري، د ښه او غوره حافظې لپاره هره ورځ یو اسانه ورزش ترسره کړئ او یا هم منډه ووهئ.

 

مثبت سوچ لرونکي ملګري وموندئ

مونږ په ژوند کې داسې څو ملګري لرو چې زیات وخت ورسره تیروو، په دې کې له هغو کسانو څخه چې منفي او ناکامه وي ملګرتیا پریږدئ، دغه ډوله کسانو سره ملګرتیا کول مو ذهني وړتیا له منځه وړي، د ښه یاداښت او غوره ذهني فعالیت لپاره د مثبت فکر لرونکو او داسې ملګرو سره اووسئ چې ستاسې د وړتیا پرمخ وړلو کې ښه رول ولوبوي.

پاکوالی وساتئ

ذهني فعالیت هغه مهال غوره کارکردګي ښيي چې چار چاپيره ماحول پاک وي، خپل شاوخوا د کار ځای مو پاک وساتئ او هر څیز په ترتیب او نظم سره کیږدئ، منظم ژوند کول زمونږ تمرکز او ذهني کارکردګي ښه کوي.

خوب ته ځانګړې پاملرنه وکړئ

روغتیا پوهان همیشه وایي چې د شپې غوره او بشپړ خوب د هر ډوله ذهني ناروغۍ مخنیوی کولی شي، دا ډول پوهان زیاتوي چې د شپې کم خوب مو په الزائمر ناروغۍ هم اخته کوي، د ښې او غوره یاداښت او حافظې لپاره د شپې خوب په لومړۍ درجه اړین دی.

په یو وخت بیده کېدل او په یو وخت ویښيدل ذهني ستومانتیا له منځه وړي او یاداښت په قوي کولو کې مهم رول لري، بالعکس خوب ته پاملرنه نه کول یا ګډوډ خوب کول د یاداښت ترڅنګ مو په هر ډول ذهني کارکردګۍ منفي اغیز کوي.

نوي شیان زده کوئ

څیړنو ثابته کړې چې هره ورځ نوي شیانو یادولو سره مو حافظه فعاله پاتې کیږي، په یوه بله څیړنه کې ویل شوي چې هر هغه کسان چې عمرونه یې ۸۰ یا ۹۰ کاله وي او بیا یې هم یاداښت قوي وي ددې شاته راز هره ورځ نوي څیزونه یادول دي، په دې سره مو ذهن په خوارۍ عادي وي خو کله چې نوي څيزونه یادول پریږدئ د حافظې زوال مو پېل کیږي.

 

فشار څخه ځان وژغورئ

د فشار پر وخت مو ذهن ښه کارکردګي نشي ښودلی، تاسې به تجربه کړې وي چې د چټکۍ یا ډار او یا د سخت فشار پروخت مو کار ګډوډ او پاتېشوني وي، دا ډول هر وخت فکر او سوچ کول، د هر څیز په اړه زړه خوړل او یا خپه او پریشانه پاتې کېدل مو ذهني وړتیا اغیزمنه کوي.

 

کوښښ وکړئ خپل ذهن مو له بېځایه فشار او اندیښنو څخه وژغورئ په دې سره مو ذهني انرژي بېځایه مصرفیږي او د یاداښت په تازه او ځوان ساتلو کې ستونزې لیدل کیږي، ځکه چې د انسان حافظه د نورو عضلاتو په څېر کار کوي، که پاملرنه ورته ونشي کمزورې کیږي او د ښه فعالیت څخه غورځي، ښه ذهن او اعصاب لرل د غوره یاداښت ضمانت کوي.