د خرما له دې ګټو خبر یاست؟

خرما چې یوه ارزښتناکه مېوه بلل کیږي، خوراک یې د روغتیایي ګټو ترڅنګ د سنت طریقه هم یاده شوې ده.

د خرما نوم ۴۲ ځله په پاک کتاب قرانکریم کې هم یاد شوی دی.

روغتیا پوهان وایي، خرما د انسان د بدن لپاره خورا ډېرې طبي ګټې لري او که هر څوک یې په دوامداره توګه خوري نو د نورو په پرتله به ډېر صحتمند وي.

دوی وایي، خرما د شحمیاتو، کلسیمو، سلفرو، اوسپنې، پوتاشیمو، فاسفورسو، مګنیزیمو، مسو او داسې نورو معدني موادو غني سرچینه ده چې په وینا یې دا ټول مواد د انسان د وجود لپاره خورا ګټور تمامیږي.

روغتیاپالان زیاتوي چې د ورځې یوه خرما خوړل د ښې روغتیا ضمانت کوي.

د پوهانو په باور په عمومي ډول خرما د قبض لپاره ګټوره ده، د کلمو غیرمنظم حرکت تنظیموي، د زړه ستونزې او جنسي کمزوري له منځه وړي او د کولمو د سرطان مخه نیسي.

څېړونکي وایي، خرماد(B-Complex)  ویټامینونو په درلودلو سره دوینې سره او سپین کُرویات جوړوي.

 

د معلوماتو له مخې، د خرما بله ستره ګټه بدن ته دا ده چې د انسان غړو ته ډېره ښه وده ورکوي.

د روغتیاپالانو د نسخې مطابق، خرما په بېلابېلو ډولونو خوړل کېږي؛ خرما له شیدو سره، په ډوډۍ کې او داسې نور ډولونه یې.

په اوسني ساینس کی خرما ته د قبض ضد خوراک (Laxative Food) وایي؛ له همدې کبله هغه کسان چې قبض لري، ډاکتران ورته سپارښتنه کوي چې خرما وخوري.

روغتیا پوهان دغه راز زیاتوي، کله چې خرما پخه شي، نو د پوتاشیمو کچه پکې زیاتېږي چې دا له ښه هضم سره هم ډېره مرسته کوي.

نو په لنډو کې ویلای شو چې خرما ډېرې ګټې لري او یوه ارزښتناکه میوه ده.

د دې تر څنګ پوره خواړه او ګټور درمل هم بلل کېږي.

کاپي…