د خوب پر وخت په خوله ساه اخیستل؛ لاملونه ستونزې او د حل لارې

ډیر خلک د شپې خوب پرمهال د نفس تنګۍ یا د پزې بندوالي له امله د سختو ستونزو سره مخ وي، چې د ساه اخیستلو لپاره یې په اتومات ډول خوله پرانیستل کیږي، د شپې لخوا د پزې پرځای په خوله زور راوستل انسان له سختو روغتیایي ستونزو سره مخ کوي.

لاملونه یې:د شپې لخوا خوله پرانیستل او ساه پرې اخیستل یو شمېر لاملونه لري، په پزه کې غوښه رامنځته کېدل، د پزې پړسوب، د پزې د دهلیزونو رامنځته کېدل او د ټانسلونو پړسوب یې څرګند لاملونه دي، دا رنګه نور لاملونه هم لري لکه ذهني فشار او خپګان یا سټریس، کله چې پر بدن فشار زیات شي په طبیعي ډول د خوب پرمهال تنفس په غیر نورماله توګه او چټکۍ سره اخیستل کیږي، چې دا د پزې له لارې نه بلکې د خولې له لارې ممکن وي.

د بالښت غلط کیښودل، په سمه توګه د غاړې نه برابرول او خوله پورته نیول هم د شپې خوب کې د خولې پرانیستلو لامل کیږي، چې له کبله یې خوب نارامه او زیانمن وي.

ستونزې:زیاتره وخت د غاښونو درد د شپې خوب پرمهال د خولې پرانیستلو له کبله رامنځته کیږي، دغه ستونزه عموما کوچنیانو کې ډیره لیدل کیږي.

د پزې بندوالي او په خولې د ساه اخیستلو پرمهال له پزې اوازونه راوځي، چې د ټانسلونو ستونزو ته اشاره کوي، او د تبې رامنځته کېدلو نښه وي، د شپيلي په څېر او د خراري اواز هم راوځي چې هر یو یې له ناروغۍ خالي نه دی، سربېره پر دې په خوله د زیات تنفس اخیستل د خوب پرمهال د ټوخي او ساه بندۍ لامل هم جوړیږي.

درملنه یې:لومړی: د خولې پرانیستلو مخنیوي لپاره پوهان د راویښیدو پرمهال سمدلاسه د اوبو څښلو سپارښتنه کوي، ځکه چې په ساه اخیستلو سره خوله وچیږي، په اوبو څښلو سره په خوله کې لعاب رامنځته کیږي او د باکتریاو زیاتېدو مخنیوی کیږي.

دویم: پوهان د داسې ناروغ لپاره د ویده کېدو څخه وړاندې او وروسته د غاښونو پاکولو/برش کولو سپارښتنه کوي، په دې سره د هغه باکتریاو چې د ساه اخیستلو پرمهال بدن ته داخلیږي د خپریدلو مخنیوی کیږي، دا د تنفس بدبویي هم له منځه وړي کومه چې په خوله د ساه اخیستلو له کبله رامنځته کیږي.

دریم: د خولې پرانیستلو څخه د خلاصون لپاره باید د پزې، غوږونو او ستوني ډاکټر ته ولاړ شئ، تر څو ددې تر شاه لاملونه څرګند شي، همدا ډول دغه ستونزه د معاینو کولو نه وروسته په درمل هم ښه کیدلای شي خو که چیرې دغه ستونزه د انسان ژوند له ګواښ سره مخ کوي بیا پوهان د عملیاتو کولو سپارښتنه هم کوي.