د خوب په وخت کې خرهاری کول

د خوب په وخت کې خرهاری کول یو عمومي مشکل دی چې ستاسې د خوب په کمي کې زیات والی راولي او د خوب کمي هم یو غټ مشکل دی.

خرهاري کولو والا خلک د ساه بندېدلو په ناروغۍ اخته کیږي چې هغه ددې لامل ګرځي چې بیا د شپې په واري واري د خوبه راکښېني او خوب یې خراب شي ، نوؤ څېړنو دا مالومه کړې چې خرهاري کولو والا خلک کېداسي تر نورو ژر د زړه په ناروغۍ باندي اخته شي او داسي نوري ډیري ناروغۍ دي چې د خرهاري کولو له امله انسان ته ور پیښیږي دلته څو مهم شیان دي چې په کولو سره یې د خرهاري په ختمېدو کې مثبت تمامیږي.

 

۱- د خوب د ګولیو د خوړلو څخه ځان ساتل : خرهاري کولو والا خلکو ته پکار ده چې د خوب ګولۍ ونه خوري ځکه چې د خوب د ګولیو په خوړلو سره د انسان خوب ډیریږي او کله چې د انسان خوب ډیر سو نو خرهاری ورسره زیاتیږي.

 

۲- ځان له حد څخه زیات پنډول : عموماً چاغ خلک خرهاری کوي پکار ده چې ځان ډېر پنډ یا چاغ نه کړو او که چاغ خلک په خرهاري اخته وي نو د بدن د ډنګروالي هڅه دي وکړي چې خرهاری پخپله ورسره ورکیږي.

 

۳- د داسي څیزونو استعمال چې په ساه کې هوسايي راولي : اوس په بازار کې داسي ډیري سپرې ګاني سته چې انسان کولای سي په استعمال سره یې په آسانۍ سره ساه واخلي ، که چیري ستاسي د پزي پیپونه تنګ وي نو تاسي د یو ډاکټر څخه داسي دوا واخلئ چې په استعمال سره د انسان د پزي پیپونه پراخوي چې بیابه په آسانۍ سره ساه اخیستلای سئ او د خرهاري د کولو څخه به خلاص سئ .

 

۴- د خوب کولو ډول : هر څوک یو ډول د خوب کولو عادت لري څوک پر یوه راسته بغل پروت وي ، څوک ستوني ستخ ، څوک بیا چپه پرېوزي د خرهاري کولو والا خلکو ته پکار ده چې خپل عادت بدل کړي یعني که پر بغل بیدیږي باید د ستوني ستخ په خوب ځان عادت کړي کېدای سي پدې سره یې خرهاری ورک سي .

 

۵- د شیدو څخه جوړ سوي شیان : د شپې لخوا د د شیدو څخه جوړ سوي شیان په استعمال سره په غاړه کې بلغم پیدا کیږي چې ډېر زیات بلغم د خرهاري کولو لامل ګرځي نو ښه خبره داده چې ددې شیانو څخه پرهېز وکړو.

 

۶- د نشیي توکو د استعمال خاتمه : نشیي توکي د غاړي د مرۍ دود غټه وي چې وروسته د خرهاري لامل ګرځي .

 

۷- د پزي د سوریانو صفا کول : د شپې د بیدېدلو څخه مخکي خپله پزه په صیح توګه سره صفا کړئ چې دا هم د خرهاري په کمولو کې ډېره مرسته کوي.

 

کاپي: ډاکټر والي خان زړه سواند