د خولې د بد بويۍ لاملونه

تر ټولو د مخه دا په یاد ولرئ، چې ډېری وخت هر څوک د خپلې خولې پر بوی نه پوهېږي بلکې د ځان په پرتله بل کس یې د خولې پر بوی ښه پوهېږي. د خولې بد بوی رامنځته کېدل څلور لاملونه لري:
۱ غیر طبیعي تنفس،
۲ د خولې وچوالی، 
۳ د وینې د قند زیاتوالی او
۴ په چاغتوب کې د غوړو زیاتوالی. لومړی د تنفسي سیستم بد بوی: د غیر طبیعي تنفس له امله کېدای شي د تنفسي دستګا یا سیستم بد بوی، سینوزیت او عادي سوړوالی رامنځته شي.

په دماغونو کې د مکروبونو ډېروالی او یا په ستوني کې ځینې چرکونه او مکروبونه د خولې د بدبویۍ او تنګ تنفس لامل ګرځي. دویم د خولې وچوالی: د خولې وچوالی کولای شي په تنفس کې مو ستونزې رامنځته کړي او سربېره پر دې ددې لامل هم ګرځي، چې د خولې تر ټولو ډېر بد بوی رامنځته کړي. د هغه چا، چې خوله وچېږي، نو له خولې به یې حتماً بوی هم ځي.

دریم دیابت یا د وینې د قند زیاتوالی: د هغه چا، چې د ګلوکوز یا د وینې د قند کچه لوړه وي، نو د کتواسیدوز په نامه یو ډول ناروغي ورته پیدا کېږي او په ورته وخت کې یې بدن د قند پر ځای له غوړو څخه ګټه اخلي او قند یې بې ګټې پاتې کېږي، چې دا بیا د خولې د بوی لامل ګرځي. څلورم چاغتوب: د چاغو وګړو د شحمیاتو یا غوړو له کچې زیاتوالی کولای شي له نورو ناروغیو سره سره د خولې
د بد بوبۍ لامل هم شي.