د خولې وتل او درملنه یې!

ډاکټره راضیه مفیضه

د دې ناروغۍ له امله د خولې داخلي غشا پړسیږي او کله کله په خوله کې ټپ هم جوړیږي له دې امله دا ناروغي په درې ډوله وېشل سوې ده.

۱- د خولې التهاب Catarhal stamatitis د ناروغۍ د دې ډول له امله د خولې داخلي غشا، ورۍ او شونډۍ دننه اړخ ته پړسوب کوي، غشاء سره ښکاري او لاړې زیاتې بهیږي.

 

درملنه

د خولې صفایي وکړئ بورو ګلسیرین ولګوئ او د پنسلین لوشن هم ګټه کوي.

 

۲- په خوله کې د سپین رطوبت را ټولیدا دا رنځ د ګندګۍ یا ماسومانو ته د بوتل په ذریعه د شودو له ورکولو، د خېټې د خرابۍ او د ماشومانو د اسهالاتو له امله منځ ته راځي.

 

درملنه:

په خوله کې د بورو ګلسیرین او sol. Gention

کارول د دې ناروغۍ لپاره ګټور دي او Tab. Micostaxin

ګولۍ هم ورته ګټورې دي.

ماشومانو ته syp Drop. Nilstal د ورځې درې ځلې ولګوئ د ډېرو نویو زېږېدلو ماشومانو په خوله کې یې مه لګوئ.

 

۳- په خوله کې بدبویه ټپ Ulcerative Stomatitis په ټوله خوله کې په ځانګړې توګه په وریو کې زخم یا ټپ پیدا کېږي، تبه ورسره وي، کمزوري زیاته وي دا ناروغي د خوړو د خرابۍ، د وینې کموالي او د ویټامین له کموالي څخه پیدا کېږي او ډېر مهال په کولمو کې هم خرابۍ لیدل کېږي او په ژور پیچش کې دا رنځ زیات لېدل کېږي.

 

درملنه:

د هایدروجن پراکسایډ د محلول په ذریعه خوله پاکه کړئ ناروغ تهTab Nicotinic او Tab.B. Complex

د ورځې درې وخته ورکړئ. که چېرې نوموړي ګولۍ ګټورې تابتې نه سي نو. Tab. Flagyl دوه ګولۍ د ورځې درځې وخته درې ورځو پورې ورکړئ.

که چیرې په خوله کې زخم یا ټپ وي او نه ښه کېږي د دې ګولیو په واسطه ښه کېږي.

 

سپارېښتنې:

⑴  د خولې او غاښونو پاکولو ته یاید ډېره پاملرنه وسي.

⑵  د ډوډۍ خوړلو په مینځ کې نشویات او سکري یا خواږه مه خورئ.

⑶  تازه میوې او ترکارۍ باید تر ډوډۍ خوړلو وروسته وخوړل سي.

⑷  د شنو شیو څو پاڼې په خوله کې ونیسي د ورۍ الهاب سموي او میکروبونه وژني.

⑸  یوه کوچني کاشوغه میده ملخوزي په اوبو کې وایشوئ تر ایشولو 15 دقیقې وروسته یې په خوله ولغړوي د ورۍ التهاب سموي.

⑹  ناروغ ته مالټې، لیمو، رومیان، پالک، پلۍ او ترکارۍ ډېره فایده کوي.