د خولې پولۍ کېدل، لاملونه او کورنۍ نسخې

انسان همیشه له سختو دردونو په تنګ وي خو درد هغه وخت کې څو چنده شي کله چې کوم مساله دار خواړه خولې ته واچوي او پوه شي چې خوله یې پولۍ شوې، چې هغه مړۍ خوړل هم ورته ستونزمن شي، او همدارنګه د غاښونو برش کولو پر وخت د زخم سره ولګیږي هم ډیر دردناک احساس کیږي.

کله چې په خوله کې د شونډې لاندې وړوکی سپین یا ګلابي نښان ښکاره شي نو دا د خولې د پولۍ یا زخمي کیدو نښې دي، دا پولۍ وړې وي، خو د خولې په هره برخه لکه په ژبه د شونډو لاندې او …. کې راختلی شي، ددې د راپیدا کیدلو اصلي لامل نه دی معلوم خو یو څو شیان دي چې ددې د راپیدا کیدلو لامل ګرځيدلی شي.

لاملونه:

تروشه میوه:

په عمومي ډول کله چې خوله پولۍ وي د سوز احساس کیږي، خو کله چې تروشه میوه وخورۍ نو دغه سوز زیات شي، د طب متخصصین وایي کله چې انسان تروشه یا تیزابي میوه یا سبزي لکه (لیمو، مالټه، نارنج، اناناس، ټماټر، سټرابري او داسې نور) زیات وخوري خوله پولۍ کوي او یا هم دغه ستونزه نوره هم جدي کوي، که تاسې ډیر وخت له داسې ستونزو سره مخ کیږئ نو د یادو میوو یا سبزیانو سره خوراک کمولو سره تر ډیرې اندازې درد کمیږي.

دماغي فشار:

کله چې انسان له دماغي فشار سره مخ وي هم له ورته ستونزې سره مخ کیږي، د متخصصینو په وینا ذهني ځورونه، اندیښنې یا فشار ددې ستونزې د راپیدا کیدلو لامل کیږي.

شونډې چیچل:

شونډې له دننه خوا چیچل خو هسې هم دردونکې وي خو کله چې د انسان عادت جوړ شي، بی یې خوله پولۍ شي، د مایو کلینیک په وینا د زور سره غاښونه برش کول، په لوبه کې زخمي کیدل او یا په ناڅاپي ډول شونډې چیچل د تڼاکو پیدا کیدلو لامل ګرځي، خو څوک چې شونډې ډيرې چیچي له دغې ستونزې سره همیشه مخ کیږي.

مساله دار خواړه:

مرچ مسالې سره د غذا خوند ښه کیږي، د همدې له کبله یې خلک خوښوي هم، خو په دغسې خوړو سره انسان ته د تڼاکو درد نور هم زیاتیږي، او له دې ستونزې سره هر وخت مخ کیږي، د مخنیوي لپاره مساله دار خوړو څخه ډډه وکړئ.

که تاسې غواړئ له دغې ستونزې په چټکۍ سره مخه ونیسئ له لاندې نسخو کار واخلئ!

ټي بیګ (چای خلته):

ټي بیګ اوبو کې ډوب کړئ او بیا یې پولۍ شوي ځای باندې له پنځو څخه تر لسو دقیقو کیږدئ، په دې سره به ژر تر ژره د درد احساس کم شي، ددې لپاره خاص ټي بیګ chamomile ډیر ګټور دی، ځکه چې په دې شته کیمیاوي مواد سوز کموي، همدرانګه ددې درد کمیږي او زخم په ښه والي کې زیاتوالی راځي.

شات:

شات په مستقیمه توګه په هغه ځای واچوئ، چې درد او سوز بلکل کموي، شات مکروب/بکتریاوې جذبوي او ختموي، او د خولې پولۍ په ښه کیدو کې ستر اغیز کوي، خو شرط دادی چې شات اصلي وي.

مالګه:

مالګه اوبو کې ګډه کړئ او بیا پرې خوله کنګال کړئ، د متخصصینو په وینا یوه کاشوغه مالګه یوه پیاله اوبه او ۱/۲ اندازه سوډا ګډ کړئ او بیا پرې خوله د ۳۰ ثانیو لپاره کنګال کړئ.

مستې:

ماسته هم د خولې پولۍ لپاره غوره نسخه ده، هره ورځ څو کاشوغې مستې خوړلو سره په راتلونکې کې له دغې ستونزې مخه نیول کیږي.

همدارنګه ددې ستونزې د مخنیوي لپاره مو د غاښونو برش او کریم بدل کړئ، ځکه چې په دې کې ځينې ځانګړې برخې خوله پولۍ کوي، نو غوره ده چې برش او کریم بدل شی. د پخلي سوډا هم ددې د مخنیوي لپاره غوره لاره ده چې یو کاشوغه سوډا په نیمه پیاله اوبو کې واچول شي او بیا پرې خوله کنګال شي.

ليکوال: ډاکترنويد خپلواک