د خپل بدن د سلامتیا او تندرستۍ لپاره دغه سپارښتنې عملي کړئ

۱- د شپې له خوا سپک خواړه وخوري او په سهارنۍ کې ښه غذا نوشجان کړئ.
۲- ډېر زیات خوراک مه کوئ.
۳- په بیړي سره غذا مه خورئ او مړۍ په پوره ډول وژوئ.
۴- خپل غاښونه په ورځ کې یوځل حتمي ومینځئ؛ بهتره ده چې د ویده کیدو پروخت ومینځل شي.
۵- جسمي فعالیتونه ترسره کړئ او یا هم پیاده روی وکړئ.
۶- هر سهار دوه پیالې اوبه وڅښئ.
۷- که د ژر غوصه کیدو مشکل لرئ، هڅه وکړئ چې خپل ارامښت مو وساتئ.
۸- نور وبښئ او مخکې لاړ شئ.
۹- باید قبضیت ونه لرئ یعنې هر ورځ باید د غایطه دفع عمل په عادی ډول ترسره کړئ.
۱۰- که کولای شئ، میاشت کې یو څو ورځې روژه ونیسئ.
۱۱- سګریت، نصوار او… پریږدئ.
۱۲- غذا او خواړه کم او مایعات ډېر استفاده کړئ.
۱۳- مالګه، بوره او غوړ ډېر مه استعمالوئ.
۱۴- کافي ده چې په ورځ کې دوه ځلې چای وڅښئ (نه له هغه زیات) د دې لپاره چې چای مو خپل خاصیت او کیفیت پیدا کړي د موسم مطابق ترش لیمو او یا زعفران، یا د زعفرانو مخلوط ور اضافه کړئ.
Copy