۱- د شپې له خوا سپک خواړه وخورئ او په سهارنۍ کې ښه غذا نوشجان کړئ .
۲- د ډېر زیات خوراک کولو څخه ډډه وکړئ .
۳- په بیړي سره غذا مه خورئ او مړۍ په پوره ډول وژوئ .
۴- خپل غاښونه په ورځ کې یوځل حتمي ومینځئ ؛ بهتره ده چې د ویده کیدو پروخت ضرور ومینځل شي .
۵- جسمي فعالیتونه ترسره کړئ او یا هم پیاده روی وکړئ .
۶- هر سهار دوه پیالې اوبه وڅښئ .
۷- که د ژر غوصه کیدو مشکل لرئ ، هڅه وکړئ چې خپل ارامښت مو وساتئ .
۸- نور وبښئ او مخکې لاړ شئ .
۹- باید قبضیت ونه لرئ یعنې هر ورځ باید د غایطه دفع عمل په عادی ډول ترسره کړئ .
۱۰- که کولای شئ ، میاشت کې یو څو ورځې روژه ونیسئ .
۱۱- سګریت ، نصوار او نور نشي مواد پریږدئ .
۱۲- غذا او خواړه کم او مایعات ډېر استفاده کړئ .
۱۳- مالګه ، بوره او غوړ ډېر مه استعمالوئ .
۱۴- کافي ده چې په ورځ کې دوه ځلې چای وڅښئ ( نه له هغه زیات ) د دې لپاره چې چای مو خپل خاصیت او ښه کیفیت پیدا کړي د موسم مطابق ترش لیمو او یا زعفران ، یا د زعفرانو مخلوط ور اضافه کړئ .
کاپي: ډاکتر حنیف طبی معلومات