د دریو کسانو کومک الله ج پر ځان لازم کړی۔حدیث

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي: د ۳ کسان کومک الله ج په خپل فضل سره پر خپل ځان لارم کړی دی.

یوه هغه غلام دی چي دی غواړي د خپل مالک څخه د پیسو به بدله کي خپل ځان آزاد کړي، او بل هغه نکاح کونکی دی چي دی د ښځي سره په دې نکاح کوي چي د ناروا څخه ځان په وساتي او بل هغه مجاهد دی چي دی د الله ج په لاره کي د کفارو سره جنګیږي. (رواه ترمذي، نسايي و ابن ماجه)
د دغو ۳ کسان سره کومک الله ج پر خپل ځان لازم کړی دی یعني حتماً الله ج کومک ورسره کوي