د دریو کسانو کومک الله ج پر ځان لازم کړی

حدیث

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي: د ۳ کسان کومک الله ج په خپل فضل سره پر خپل ځان لازم کړی دی.

لومړی: یوه هغه غلام دی چې دی غواړي د خپل مالک څخه د پیسو به بدله کې خپل ځان آزاد کړي.

دوهم: بل هغه نکاح کوونکی دی چې د ښځې سره په دې نکاح کوي چې د ناروا څخه ځان په وساتي.

درېیم: بل هغه مجاهد دی چې د الله ج په لاره کې د کفارو سره جنګیږي.

(رواه ترمذي، نسايي و ابن ماجه)

د دغو ۳ کسان سره کومک الله ج پر خپل ځان لازم کړی دی یعني حتماً الله ج کومک ورسره کوي.