۱- هره ورځ تر اتو (اونسو) ګیلاسونو پورې اوبه وڅښئ، چې ۸ounce ۲۲۶.۷۹۶ ګرامه کیږي.
۲- سهار ناری (سبا ناری) مه قضا کو او ښه او صحي خواړه په کې وخورئ. او د ورځې په اوږدو کې هغه خواړه وخورئ چې ښه غذايي مواد لري، لکه رومیان، لیمو، مڼه چارمغز (غوزان)، مکروني او داسې نور…
۳- لږ تر لږه په اوونۍ کې پنځه ورځې د ۲۰ نه تر ۳۰ مینټو یا دقیقو لپاره تمرین او ورزش وکړئ.
۴- پوره او بشپړه خوب وکړئ. له اتو تر نهو ساعتونو خوب د لویانو لپاره مهم دی.
۵- نه چاغوونکي پروټین لرونکي شیان، سبزیجات او تازه میوه وخورئ، همداراز له لبنیاتو لکه شېدو، کوچو او مستو او تر څنګ یې له نورو غلو دانو نه د خوړو لپاره استفاده وکړئ.
ډاکټر میرویس مایار