د روژې نیولو له شپږ مهمو روغتیایي ګټو ځان خبر کړئ!

پوهان وایي، چې روژه کولای شي د انسان بدن له یو شمېر ناورغیو څخه وژغوري، لکه په وینه کې د کولیسترول لوړوالی، د زړه ناروغي او چاغوالی، سربېره پر دې روژې سره د انسان ذهني توجه او فکر غوره او ارامه وي.

هغه مهال چې مونږ خوراک نه کوو بدن مو توانېدلی شي چې د زهریله موادو مخه ونیسي، کوم چې د هاضمې سیستم او د بدن په نورو برخو کې ستونزې رامنځته کوي.

همدا ډول پوهان وایي چې روژه د دماغو حجرې د ژور خپګان، سټریس او اندیښنو څخه ژغوري، د ذهني زوال ګواښ کموي او د بدن غوړ په سوزولو کې مهم رول لري.

هغه شپږ روغتیایي ګټې چې روژه دار ترې برخمن وي:

خرما خوړل

خرما د روژې میاشتې یو له مهم خوړو څخه دی، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د وینا سره سم روژه دار پر خرما روژه ماتوي، په همدې ډول خرما په غوره هاضمه کې مهم رول لري، د پوتاشیم او میګنشیم ویټامینونو څخه ډک خواړه دي.

له بدو عادتونو لرې والی

روژه د سګریټ څکونکو یا کوم بل بد عادت لرونکو لپاره تر ټولو زرین فرصت دی چې ځان ترې وژغوري، په روژې سره انسان کولای شي د همیشه لپاره یو بد عادت پریږدي، ځکه په دې سره بدن له دغه بد عادت څخه د خلاصون لپاره عادي کیږي او په پای کې انسان کولای شي د روژې میاشتې په برکت له دغه غمه ځان وژغوري.

د وینې کولیسترول کموالی

په دې ټول پوهیږو چې د وزن کموالی د روژې یو له مادي ګټو څخه دی، د زړه ډاکټرانو د څېړنو پرمهال موندلې چې په روژې سره د انسان په بدن کې د وینې کولیسترول په پراخه کچه کمیږي د کوم په مرسته چې د زړه ناروغیو او دماغي سکتې رامنځته کېدو کې کموالی راځي.

دوامداره اشتیاه کموي

له خوراک څخه لرې والی د روژې پرمهال انسان له دوامدارې اشتیاه څخه ژغوري، په دې معنا چې د لوږې احساس به مو کم شي او په دې سره به مو د زیات خوراک کولو کچه راټيټه شي.

زهرجن مواد له منځه وړل

روژه د انسان لپاره غوره فرصت دی چې هاضمې سیستم یې د زهرجنو موادو څخه پاک کړي، کله چې بدن د انرژي تولید لپاره د غوړ زیرمې په کار پېل وکړي په دې کې زهرجن مواد په اتومات ډول سوزي، او په پای کې انسان د یوه صحتمند ژوند څخه برخمن شي.

دماغي کارکردګي پياوړې کوي

امریکایي څېړونکو موندلې چې په روژې سره د انسان دماغي کارکردګي غوره او لا هم پرمختګ کوي، په روژه نیولو سره بدن د دماغي حجرو په تولید کې ډیروالی راولي، او دا په انسان د فشار او خپګان کچه ټیټوي.

روژه د اسلام له پنځو ارکانو څخه دریم رکن دی چې د اجرونو ترلاسه کولو لپاره د غنیمت میاشت بلل کیږي، ددې سربېره یې یو شمېر روغتیایي ګټې هم دي چې هم نبوي طب او هم ساینسي طب په پراخه کچه ثابتې کړې دي.