د روژې ګټې ټولنيز ژوند کې

روژه د ډېرو لويو اجرونو او د بدن د روحي او جسمي پياوړتيا تر څنګ ډېرې ټولنيزې ګټې هم لري چې يو څو يې دلته را اخلو:

۱ــ د غريبانو او مسکينانو له حاله خبرېدل – کله چې يو شخص تل په مړه ګېډه خوراک څښاک کړی وي؛ هغه به د نورو بې وزلو او مسکينانو له حاله څه خبر شي، څنګه به يې زړه درد پرې وکړي او پر خپل رزق به څه ډول قناعت تر لاسه کړي او څنګه به د الله تعالی يو شاکر بنده جوړ شي؟

نو ځکه خو روژه د نورو مسکينانو له حاله د خبرېدو ډېره ښه موقع او ذريعه ده. کله چې د روژې نيولو اوولس اتلس ساعته لوږه تنده هر سړي ته خپله معلومه شي، نو د هغو بې وزلو حال به ورته څرګند شي چې ټول عمر يې د ده د همدغې روژې په څېر تيريږي او د هغو مريضانو حال به هم ورته څرګند شي چې د ده په شان مخې ته ورته څه خوراک ايښی وي خو نه يې شي خوړلی، نو بالاخره به په دې توګه د الله تعالی شاکر او قانع بنده جوړ شي.

۲- له نفس سره مقابله – د روژې په نيولو سره له خوراک، څښاک او شهوت سره جدي مبارزه کېدلای شي چې تل پر خپلو نفسي غوښتنو او د شيطان پر دامونو غلبه ومومي او د ژوند په هره برخه کې پر خپلو ناوړه نفسي او شهوتي غوښتنو بريالی و اوسي

۳– ځان پېژندل او له حيواناتو سره تميز – کله چې انسان تر ډېرې مودې د نفس غوښتنو ته لبيک ووايي نو بالاخره دې کس کې د حيواناتو خصلتونه پيدا کيږي، ځکه حيوانات هم يوازې خوراک، څښاک او شهوت پالي، نه ورسره د ژوند غم شته او نه پرې مکلف دي. خو انسان الله تعالی د نورو حيواناتو په شان نه دی پيدا کړی چې يوازې وخوري وڅښي او ومري، بلکې انسان ته الله تعالی دغه دنيا د اخروي ژوند لپاره يوه مزرعه او يوه موقع ګرځولې، انسان سره به د ژوند د هرې شېبې حساب کيږي او د هرې نېکي او بدي بدله به ورکول کيږي. نو ځکه خو انسان بايد هيڅکله د نفس او شيطان په غوښتنو سره له حيواناتو سره ځان برابر نه کړي، بايد ځان وپېژني، خپل خالق وپېژني او د خپل ژوند حدود وپېژني. روژه نيول هم انسان ته همدا ټکی په ګوته کوي چې ته بايد د حيواناتو په شان بې حسابه خوراک څښاک ونه کړې، د هغوی په څېر هر وخت دې چې زړه وغواړي شهوت پوره نه کړې او نه د هغوی په څېر ژوند وکړې چې د سبا ورځې غم ورسره نه وي. نبي کريم صلي الله عليه وسلم هم هغه څوک چې د واده وس نه لري، روژې ته رابللي او روژه نيول يې د دوی درمل بللي.

۴– همداراز د روژې يوه بله مهمه ګټه د هغو معتادانو لپاره ده چې په مضرو نشيي توکو روږدي وي، دوی کولای شي د روژې په اوږدو کې ورو ورو په تدريجي توګه له خپل ناوړه نشيي عادت څخه لاس واخلي او بالآخره د روژې په تېرېدو يې د تل لپاره پرېږدي. په همدې توګه روژه د ټولو مسلمانانو لپاره هم يوه ښه موقع ده چې په دې مبارکه مياشت کې له خپلو ځينو عادتي ګناهونو ورو ورو لاس واخلي او د خپل سپيڅلي رب په لور رجوع وکړي.

الله تعالی دې وکړي چې دغه مبارکه مياشت زموږ د ګناهونو رژېدلو لپاره خزان وګرځي او د جبرائيل عليه السلام په هغو ښېراؤ کې رانشو چې رسول الله صلي الله عليه وسلم منبر ته د ختلو پر وخت درې ځله پرې آمين وويل، چې په دوی کې يو هغه روژه دار ؤ چې رمضان پرې تېر شي خو بښنه ورته ونه شي!