د زنګانه درد مو له ګرځېدو غورځوي؛ په دې ډول ترې ځان وژغورئ

د زنګانه درد یو داسې درد دی چې د نړۍ پنځوس سلنه خلک اغېزمنوي، چې ځینې وخت یې لامل د عمر ډېروالی یا د وزن ډېرېدل یاهم د هډوکي کمزوري ښودل شوې ده. د زنګانه درد یوه داسې ځورونکې ده چې د شدت په خپلول انسان له ګرځېدو غورځوي.

د عضلو کمزوري د زنګانه په درد کې د اضافه کېدو یو له بنسټیزو لاملونو څخه دی. که چېرته د زنګانه او لګن خاصرې عضلې پیاوړي شي نو پر زنګانه لږ فشار واردېږي، چې بیا په همدې سره درد کمېږي.

ددې لپاره یو وړوکی غوندې تمرین وکړئ، هغه دا چې د زینې ته مخ کړئ او سیده ودرېږئ، له دې وروسته یوه پښه پر زینه کېږدئ او د بدن ټول بوج پرې واچوئ او لاسونو پر زینه کېږدئ او ملا مو سیده کړئ، بیا ښکته شئ او په بل پښه دا کار تکرار کړئ او لس ځلې وکړئ.

دغه راز د عمر په ډېرېدو د بدن عضلې او هډوکي غوړ کموي چې بیا د درد سبب کېږي. ددې لپاره د ښنګرو لاندې بالښت کېږدئ، بیا خپل زنګون سیده کړئ او بیا یې بېرته تاو کړې او لس ځلې دا کار تکرار کړئ.

د مالګې ډېر استعمال د بندونو د سوخت سبب کېږي او درد کې ډېروالی راولي، نو ددې لپاره د مالګې استعمال کم کړئ او په دې ډول خپل درد کم کړئ.