د سترګو لاندې د تورو حلقو «۸» لاملونه او حل لارې

د سترګو لاندې تورې حلقې له ناروغۍ پرته لومړی د مخ ښکلا له منځه وړي، سترګې که مو هر څومره جذابې او په زړه پورې وي خو دغه تورې حلقې رامنځته کېدل یې هر څه له منځه وړي او بالعکس انسان ناروغ او کمزوری ښکاري.

داسې باور کیږي چې کم خوب د سترګو لاندې د تورو حلقو رامنځته کیدو لامل دی، خو یوازې خوب نه بلکې نور ډیر لاملونه شتون لري چې له کبله یې د سترګو شاوخوا تورې حلقې رامنځته شي.

په امریکایي «The Healthy» ژورنال کې د هانګ کانګ یوې لیکوالې په خپل خپور شوي راپور کې ویلي چې د کم خوب یوازې د سترګو توروالي پورې محدود نه دی، که څه هم ددې ځینې لاملونه زمونږ له وسه بهر دي، خو ځینې نور لاملونه هم شتون لري چې باید مخنیوی یې وکړو.

 

هغه لاملونه چې د سترګو لاندې د تورو حلقو لامل کیږي په لاندې ډول دي:

 

د لمر وړانګې

د سترګو شاوخوا پوستکی خورا نازک او حساس دی، چې د لمر وړانګو مخ کېدو سره اغیزمن کیدلی شي، که چیرې د سترګو شاوخوا توروالی لرئ د لمر وړانګو مخنیوي لپاره د لمر محافظتي چشمې ولګوئ.

 

د مالګې او کافیین زیات استعمال

که له ویده کېدو وړاندې زیاته مالګه وخورئ وبه ګورئ چې د سترګو لاندې ځای مو پړسوب کړی. او ځینې داسې خواړه چې په لوړه کچه سوډیم او کافیین لري ستاسو بدن د اوبو له کمښت سره مخ کوي کوم چې د سترګو لاندې تورې حلقې ډيروي.

 

د سینګار سامان

میک اپ یا د سینګار بېلا بېل کریمونه وهل د سترګو لاندې په تورو حلقو پوښي، که څه هم دغه خبره کیدی شي متناقضه وي خو د ناسمو یا د مخ سپینوالي عادي کریمونو استعمال پوستکي ته زیان رسوي او تورې حلقې رامنځته کوي.

د طبیعي روغتیا د سرچینو متخصصې «ریبیکا لي» ویلي چې میک اپ د مخ نیمګړتیاو بشپړولو لپاره وهل کیږي خو که چیرې ستاسې د سینګار څيزونو برانډ یا نښه ناسمه وي او د پوستکي لپاره مناسب نه وي، نو دا ممکن د خارښ او حساسیت لامل شي.

 

د سترګو مښل

که ستاسې سترګې خارښ لري نو ډیر مښل یې د تورو حلقو لامل کیږي، که چیرې په نیمه شپه مو سترګې خارښ کوي او د ژر حل ته اړتیا مومئ، نو د تور چای یخه کڅوړه پر سترګو کیږدئ.

 

میراثي یا جینیاتیک

ځینې مهال د سترګو لاندې د تورو حلقو توروالی بدبختانه میراثي هم کیدی شي، چې دا واقعا یو له عامو لاملونه څخه دی.

د کمپيوټر مخې ته اوږده ساعتونه ناسته

ټوله ورځ کمپیوټر ته ناسته د سترګو شاوخوا د وینې رګونو بندیدو لامل کیږي، چې له کبله یې د وینې جریان اغیزمن کیږي، ډاکټران د کمپيوټر ناستې پرمهال د ۲۰/۲۰ قاعدې عملي کولو سپارښتنه کوي، یعنې هرې ۲۰ دقیقې وروسته د ۲۰ ثانیو لپاره له کمپيوټره لرې وګورئ او دغه راز تر ۲۰ ثانیو قدم واخلئ.

 

د مایعاتو او اوبو کموالی

د مایعاتو کموالی د سترګو لاندې د وینې راټولیدو لامل کیږي او توروالی رامنځته کوي. د ډاکټر محمود خطاب په وینا –کوم چې د امریکا په شیکاګو کې د یوې اکادیمۍ ډاکټر دی- ډیر لاملونه شتون لري چې ولې ستاسې بدن مایعات کموي، ځکه چې د هورمون کچه د میاشتنۍ دورې (حیض) یا د عمر زیاتوالي سره بدلون مومي، همدا راز په خوړو کې د زیاتې مالګې استعمال او آن ځینې درمل او د هوا بدلون هم د مایعاتو کمولو لامل کیږي.

 

الرجي/حساسیت

د حساسیت عکس العمل او ډي هایډریشن «د بدن خوشکوالی» د سترګو لاندې د تورو حلقو عامې نښې ګڼل کیږي.

 

حل لارې

بدن له ویټامن سي شتمنول د سترګو توروالی له منځه وړي، ددې لپاره رومیان ښه خواړه دي، دغه راز له بادرنګ څخه ګټه پورته کړئ، ددې خوړل او ټوکړه یې د یوې شیبې لپاره په سترګو لګول خورا زیاته ګټه کوي.

د ویټامن ای څخه ډک خواړه خوړل د سترګو په روغتیا جادويي اغیز کوي، په دې کې وچه میوه (چارمغز، بادام او داسې نور خواړه شامل دي. ددې سربېره شنه سبزي چې وسپنه ولري هم جادویي اغیز کوي، دغه خواړه د وینې جریان غوره کوي او له یادې ستونزې مو خلاصولی شي.

په یاد ولرئ چې د پوستکي خرابوالی، (د سترګو توروالی، پر مخ دانې، داغونه، تور ټکي، او یا بله داسې ناروغي) دا په ډاګه کوي چې بدن کې مو د وینې جریان سم نه دی، دا د سترګو شاوخوا حلقو توروالي رامنځته کېدلو لامل کیږي.

ډاکټر نوید”خپلواک“