د سترګو لپاره خورا ګټور خواړه!

کله چې د هغو خوړو په اړه خبرې کوو چې د سترګو لپاره ګټور دي، نو لومړی مو فکر ګازرو ته ولاړ شي، خو پام مو وي چې یوازې د ويټامین اې دغه غني سرچینه د سترګو لپاره ګټوره نه ده. په ټوله کې د سترګو لپاره د ويټامین (اې) دنده د شپې له خوا د سترګو د لید زیاتوالی دی. د روغتیا مشهوره مجله لیکي چې ويټامین (اې) له دوو لارو ترلاسه کولی شی، لومړۍ سرچینه یې د هغو حیواناتو ینه (جګر) دی چې غوښه یې حلاله وي او دویم په هغو شنو بوټو کې چې کاروتن ولري؛ ځکه همدا کاروتن د ويټامین (اې) د جوړېدو لامل ګرځي. کاروتن لرونکي بوټي ډېری یې ژېړ، نارنجي او ډېر کم یې شین رنګ لري. لوتین او زیکسانتین هم د سترګو د سلامتیا لپاره ګټور تمامېږي، چې په زیاته کچه په پاڼه لرونکو سبزیو لکه (پالک) کې پیدا کېږي.  دغه راز دا دوې مادې په کمه کچه په هغو مېوو او سبزیو کې هم تر سترګو کېږي، چې شین ته مایل رنګ ولري. ويټامین (سي) چې تر ټولو ښه انټي اکسیډان دی، د دې شبکې لپاره ګټور ثابت شوی چې د سترګو له سلامتیا سره مرسته کوي. هغه کسان چې سګرېټ او یا الکول کاروي، په بدن کې یې د ويټامین سي کچه ورځ تر بلې کمېږي چې په پایله کې یې د سترګو شاوخوا ګونځې پیدا کوي.

مسیرورځ پاڼه