لیکوال:بریال
د نظر کمښت یو له هغه رنځونو څخه دی چې د نړۍ زیات شمېر خلک ورڅخه کړيږي.
ډاکتران وايي چې د نظر کموالي یو له سترو لاملونو څخه زیات وخت کمپیوتر یا تلویزیون سکرین ته کېناستل دي.
دوی وايي چې د زیات وخت له پاره سکرين ته کتلو سره د سترګو راحت کمېږي، ذهني او بدني ستړتیا پیدا کېږي، چې له امله يې د سترګو نظر کې کموالی راځي.
لاندې ليکنه کې څو هغه اسانه لارې په ګوته شوي چې د نظر پیاوړي کولو کې ګټورې ثابتېدای شي:
1- که کله هم کتاب لولئ او یا د کمپیوټر او تلویزیون سکرين ته د زیات وخت له پاره کينئ، هر نیم ساعت وروسته مو سترګو ته لږ تر لږه یوه دقیقه ارآم ورکړئ.
2- یخې اوبه د څښلو پر مهال تر لږ وخته په خوله کې وساتئ او بیا يې تېرې کړئ. له څښلو وروسته مو سترګې هم پرې پرېمنځئ.
3- کوښښ کوئ چې سترګو ته مو هر وخت وينه په پروره ډول ورسېږي، د دې له پاره د څټ او سر ورزش اړين دی.
4- که عینکې یا د سترګو لېنزونه اچوئ، هره ورځ يې د نيم ساعت له پاره لرې کړئ او د اسمان لورې ته په آرامه بې له کوم تمرکزه وګورئ.
5- روزانه یو یا دوه ځل په سترګو اصلي د مچیو شهد اچول د سترګو ديد پیاوړلو کې خورا ډېر ګټور دي.
6- تازه مېوه او سبزيجات د سترګو ديد پیاوړي کولو کې مهم رول لوبوي.
7- سور مرچک اګر که د معدې او د پوستکې حساسیت له پاره ښه نه دی، خو د پوهانو په اند د سترګو له پاره بیا ګټور دی، ځکه چې خوراک سره يې سترګو ته د وينې جریان زیاتېږي.
8- زعفران هم د سترګو له پاره ګټور دي. تاسې کولای شئ چې زعفران وخورئ، یا ترې چای وکړئ او یا پرې سترګې ووينځئ.