– سترګې تر دماغ وروسته د بدن لومړنۍ پېچلې او حساسه برخه ده.
– سترګې په خپل ځان کي تر دوه ميليونه زياتي فعالي برخي لري.
– سترګې د هر ساعت په اوږدو کي نږدې د ۳۶۰۰۰ بايټه په اندازه د معلوماتو راغونډولو وړتيا لري.
– سترګې په مناسب چاپېريال کي د ۲۲.۵ کيلوميتره فاصلې سره د ډېره وړه رڼا تشخيصوي او ليدلای يې سي.
– نږدې ۸۵ فيصده معلومات د سترګو په مرسته ترلاسه کېږي.
– دماغ ۶۵ فيصده له سترګې څخه امر او مستقيمه لارښوونه اخلي.
– سترګې کولای سي د يوه دوربين په ډول ميلينونه عکسونه واخلي او په دماغ کي يې ثبت کړي.
– کسی چي د سترګې په دننه برخه کي موقعيت لري د سترګې د تر ټولو پياوړي عضوي په توګه يادېږي.
د سترګو ديد د بدن له ډېرو مهمو حسونو له جملې څنګه ګڼل کېږي.
سترګې په بدن کي يوازنۍ برخه ده چي تل فعاله وي او استراحت نه کوي، که څه هم د خوب پر مهال يې باندنۍ برخه پټه سي خو د سترګې دننه برخه پوره فعاله وي.
نو راځئ چي د سترګو په سم ساتلو کي پوره وس او توان وکاروو.