د سترګو ګونځې عوامل، مخنیوی او کورنۍ درملنه!

کۀ څۀ هم د سترګو ګرد چاپېره کونځې پۀ زړښت کې پیدا کېږي خو ځینې وختونه کېدای شي چې تر زړښت وړاندې هم پیدا شي. په ورځني ژوند کې ستړیا او دماغي فشار ستاسو دغو ګونځو ته پراختیا ورکوي. په اوس وخت کې دا ستونزه تر ډېره عامه شوې ده نو ځکه تاسو اړ نه یاست چې په اړه یې ډېر اندېښمن شئ.

دلته یې پر ځینو لاملونو او د حل پر لارو غږېدلي یو.

 

لاملونه:

۱ – د لمر وړانګې:

د لمر وړانکې نه یوازي ستاسو د سترګو شاوخوا په ګونځو کې مهم رول لري، بلکې کیدای شي ستاسو د مخ د پوستکي د سرطان لامل هم وګرځي، نو د لمر په وړاندې تر ګرځیدلو مخکي باید د لمر ضد کریم وکاروی، پدې ډول به وتوانیږی پوست ته مو د رسېدونکي زیان او د ګونځو د زیاتېدو کچه را کمه کړی.

 

۲ – د سګریټو څکول:

د سترګو شاوخوا د ګونځو د پراختیا تر ټولو لوی عامل د سګریټو څکول دي، ځکه په سګریټو کې موجود نیکوتین د ظاهري زړتوب اصلي عامل بلل کیږي، نو اړینه ده چې دغه ناوړه عادت ژر تر ژره پرېښودل شي.

 

۳ – د خوب نشتوالی:

که چيري تاسو په کافي اندازه خوب ونه کړی، نو ستاسو بدن نشي کولای چې ستاسو د بدن مړې حجرې را ژوندۍ کړي، نو ځکه تاسو باید د شپږو څخه تر اته ۶-۸ ساعتو پوري په شپه او ورځ کې خوب وکړی نو پدې ډول سره به د ګونځو د پراختیا مخنیوی وکړی.

 

۴ – د نلونو په اوبو زیات مخ پریمنځل:

د هغه نلونو د اوبو څخه باید په زیاته اندازه د مخ پریمنځلو لپاره کار ونه خیستل شي چې د اوبو ذخیره ورڅخه لیري وي، ځکه چې دغه اوبه د زیات وخت لپاره په نلونو کې وي او کیدای شي په زهرجنو موادو ککړي وي، مګر په اوسني وخت کې دا چاره ناشونې ده چې د نلونو د اوبو څخه دي کار وانخلو خو که چیري د کوهې (څاه/برمې) تازه اوبو ته لاسرسی ولرو نو د مخ پریمنځلو لپاره باید له دې اوبو څخه ګټه واخلو، او همدارنګه د ډول ډول صابونونو استعمال هم ستاسو د مخ طبعي غوړ له منځه وړي نو باید په مخ پریمنځلو کې مو له ‌ډیر احتیاط څخه کار واخلی او په ډیرو تيزابي خاصيت لرونکو صابونونو مخ ونه مینځی او تر مینځلو وروسته باید پاک دستمال(ځان پاک) باندې خپل مخ وچ کړی.

 

حل لارې:

۱ – د مطالعي طرز مو سم کړی:

کتاب ډیر له نږدي مه لولی که چیری په لیدولو کې کومه ستونزه ولری نو کوښښ وکړی چې د سترګو پر نمبر مو برابري عینکي وکاروی، ځکه کتاب ته ډیر نږدې کتل هم ستاسو د سترګو او مخ د ګونځو په پراختيا کي مهم رول لري.

 

۲ – د لمر ضد عینکي وکاروی:

د لمر ضد عینکي استعمالول ستاسو د سترګو د ګونځو د پراختیا مخنیوی کوي.

 

۳ – منظم تمرین وکړی:

په ورځ کې ۳۰ دقیقی قدم ووهی او د دې سره، سره په اونۍ کې یوه ورځ لږ سخت تمرین وکړی که شوني وي پر سر ودریږی ځکه پر سر دریدل ستاسو د بدن عضلات دې ته مجبوروي چې استراحت وکړي.

 

۴ – منظم غذائي رژیم:

یو متوازن غذائي رژیم ستاسو د ټول وجود د سالم والي سربیره ستاسو د پوست په سالم والي کې هم مهم رول لري، کوښښ وکړی په زیاته اندازه میوه، سابه او د کب غوښه وخوری.

 

۵ – مستې:

مستې د ګونځو د ورکولو لپاره یو له مهمو موادو ګڼل کیږي. تګلاره:

یوه کاچوغه مستې را واخلی او یو څه اندازه میده کورکمن ورسره کډ کړی او وروسته يې د سترګو په کونځو شویو ځایونو ووهی.

 

۶ – د زیتون تیل:

د زیتون تیل یو له ډیرو ګټورو تیلو څخه ګڼل کیږي. ګونځي شوي ځایونه د زیتون په تیلو غوړول (مساجول) د ګونځو په کمښت کي مهم رول لري.

 

۷ – مڼه:

یوه دانه مڼه را واخلی په اوبو کې یې وایشوی او تر هغه وروسته یې میده کړی، یوه کاچوغه عسل او یوه کاچوغه وچي شیدې ورسره ګډي کړی او وروسته به مخلوط شوی محلول د سترګو په ګونځو شوو ځایونو ووهئ.