د سرطان لومړنۍ نښې وپېژنئ

انډیپنډنټ ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې لیکلي چې ډېر خلک د سرطان لومړنیو نښو ته پام نه کوي او کله چې دا وژونکې ناروغي یې په بدن کې ريښې زیاتې وځغلوي هاله د درملنې غم خوري.

دا ورځپاڼه وايي، د بریتانیا د سرطان ناروغي څېړنیز مرکز له څه باندې ۱۷۰۰ تنو څخه، چې عمرونه یې تر ۵۰ کلونو زیات دي او په سرطان ناروغي اخته شوي، د سروې پر اساس ویلي چې اکثرو فکر کاوه چې په خپله به ښه شي ځکه یې ژر ډاکتر ته مراجعه نه ده کړې.

دغه څېړونکي مرکز د سرطان ځیني نښې څرګندې کړي او ویلي یې دي چې که مو دا نښې لرلې د درملنې لپاره یې معاینه وکړئ‎ ځکه کېدای شي دا مخکې تر مخکې د سرطان خبرداري ورکوونکې نښې وي:

۱ – پر له پسې او دوامدار ټوخی یا د سینې خرهار، د ږغ لوېدا، دانه، مرغېړی، اسهال یا قبضیت.

۲- بې دلیله د وزن کمېدل، یا داسي زخم چې نه رغېږي (ډېر دوام وکړي)

۳- د وینې ګرځول (استفراقول)، په ادار یا فضوله موادو کې وینه، د ښځو د میاشتني عادت ترمنځ بې علته د وینې راتلل.

۴- تشناب ته له تلو سره سره داسي احساس کول چې مثانه مو له اداره پوره خالي شوي نه ده.

۵- پر بدن د نامنظمه شکل – ټاپي یا خال پیدا کېدل، چې کاږه تېغونه ولري.