د سرطان لومړنۍ نښې چې نارینه یې معمولا له پامه غورځوي

ځینې نارینه د سرطان هغه لومړنۍ نښې چې ممکن پایلې یې خطرناکې وي له پامه غورځوي، نو ځکه پکار دي چې ځینې دوامداره نښې باید تل جدي ونېول شي او د اړتیا پرمهال یې درملنه وشي.

په یوه راپور کې چې په امریکایي ژورنال Eat This, Not That کې خپور شوی، د روغتیا پوهانو له قوله لیکوال مایکل مارتن د سرطان خورا عامو نښو ته اشاره کړې چې نارینه یې معمولا له پامه غورځوي خو خطرناکې ثابتېدلی شي، دغه عامې نښې په لاندې ډول دي:

خارښت لرونکی پوستکی

پر پوستکي هغه داغونه چې نه ښه کیږي، خو د لمسولو پرمهال درد او خارښت دواړه کوي، او د مخنیوي لار یې هم نه موندل کیږي، دا د پوستکي سرطان لومړنۍ نښه ده چې په طبي اصطلاح ورته actinic keratosis ویل کیږي او تر ټولو زیات خپرېدونکی دی چې په پښو، لاسونو، غوږونو، مخ او د سر په ګنجۍ برخه راڅرګندیږي.

ستړیا

ستړیا یو معمول دی، خو دوامداره او ډیره ستړیا د سرطان نښه کېدلی شي چې د ودې پرمهال له بدن څخه مغذي مواد غلا کوي، نو که تاسې په دوامداره توګه ستړیا احساس کوئ او په ارام کولو سره هم نه ښه کیږئ، متخصص ډاکټر ته ځان وښيئ.

درد

د بدن دردونه ممکن ډیر لاملونه ولري، خو په دوامداره توګه د بدن درد ډاکټر ته د ځان ښودلو تضمین کوي تر څو د راتلونکي سرطان مخه ونېول شي، په دې تړاو خپله کلنۍ فزیکي معاینه ددې ارزولو ښه فرصت دی، تر څو وګورئ حالت مو څومره بدل شوی دی.

په خصیو کې بدلون

که تاسو په یوې یاد دواړو خصیو کې غوټې یا پړسوس ولېدل نو د معاینې لپاره سمدستي ډاکټر ته لاړ شئ، ډیر وختونه دا بدلونونه بې درده وي خو د خصیو د سرطان نښه کېدلی شي.

دوامداره ټوخی

ډیری وخت ټوخی د یخنۍ یا ویروس څرګندوی وي، خو که تاسې سګریټ څښونکي یئ نو دوامداره ټوخی د سږو سرطان نښه کېدلی شي، روغتیا پوهان وایي هر هغه ټوخی چې په دوامداره توګه له دوه تر څلورو اونیو شي باید د ډاکټر له لوري وارزول شي، ددې لپاره یوازې ایکسری کفایت نه کوي چې پایله یې منفي وي او ټوخی مو لا هم دوام کوي، که ټوخی ستاسې د سګریټ څښلو له کبله وي باید منظمې کمپیوټري معاینې (سیټي سکین) وکړئ، په یاد ولرئ چې د سږو سرطان یوازې د سګریټ څښلو له کبله نه رامنځته کیږي بلکې نور لاملونه هم لري.

د بلغم سختوالی یا د هاضمې ستونزه

د هاضمې اوږدمهاله ستونزه د زیات عمر نښه ده خو بل لوري ته د سرطان نښه هم کېدلی شي، روغتیا پوهان وایي چې د معدې دردونه، قبضیت، زړه خرابوالی، ژر مړېدل یا د بلغم سختوالی زیان رسونکي نښې نه دي خو باید له پامه ونه غورځول شي، د معدې، کولن او بنکریاس سرطان هم ددې نښو سره مل کېدی شي.

وزن له لاسه ورکول

په غیر ارادي ډول د وزن له لاسه ورکول هم یو له هغو اعراضو څخه دی چې نارینه پرې سترګې پټوي، دا د هر سرطان تر ټولو یوه عامه نښه ده، اکثره وخت دغه ملامتیا د غذایي نظام او درملو پر بدلون کیږي، خو باید هیڅکله له پامه ونه غورځول شي، که چیرې له غذایي نظام بدلون او یا په منظم ډول جم ته له تلو پرته وزن کم شي باید متخصص ډاکټره ته رجوع وکړئ.

په تشو بولو کې وینه

په تشو بولو کې وینه راتلل له طبیعي حالته لرې ده، دا په طبي اصطلاح کې په Hematuria پیژندل کیږي، ځینې وختونه د پښتورګو انتان یا په پښتورګو کې د تیږو شتون نښه وي، خو ممکن د بروستات او مثانې د سرطان نښه هم کېدلی شي، په دې اړه د متخصص ډاکټر وړاندوینې تعقیب کړئ او د پروستات او وینې معاینات ترسره کړئ، که مو په تشو بولو کې وینه وموندله سمدستي ډاکټره سره اړیکه ونیسئ.

د ملا درد

د ملا درد هم معمولا د یو شمېر لاملونو درلودو له کبله له پامه غورځول کیږي، خو ددې لپاره بد حالت دادی چې د سرطان یوه نښه کېدلی شي، که مسلسل د ملا درد لرئ نو دا ممکن د سږو، پروسټات او یا د پښتورګو سرطان یوه نښه وي.

اوږدمهاله سردرد

سر درد یوه عامه ستونزه ده او لاملونه یې هم ډیر دي، خو د سر دردونو فریکوینسي، ډولونو او په شدت کې بدلون انسان عصبي ارزونې ته اړ کوي.

کمزورتیا

دوامداره او یا نوی رامنځته شوې کمزورتیا په ځانګړې توګه چې د سر درد ورسره وي، دا یوه نښه کېدی شي چې په بدن کې جدي څه پېښیږي، چې یو یې د دماغو سرطان دی، که له داسې حالت سره مخ کیږئ خپل روغتیایي متخصص ته ووایئ.

په شخصیت کې بدلون

کله د عمر په زیاتوالي سره عادي انسان غوصه ناک شي، خو د شخصیت ژور بدلون، لکه بې باکي، بې پروايي، له معمول څخه لږ کار ترسره کول، دا ممکن د مغزو په مخکینۍ برخه کې د تومور شتون نښه وي، که چیرې مو په ځان یا د کورنۍ په غړو کې دغه ډول نښې ولیدې ژر تر ژره طبي ارزونې ترسره کړئ.

په نظر یا لید کې بدلون

زیاتره خلک د عمر په زیاتوالي سره د نظر یا لید خرابوالي تمه لري، خو په دې کې بدلونونه، لکه تیاره یا خړ لید، هر څه دوه دوه ښکارېدل او داسې نور ممکن د دماغو د تومور نښه وي، په لید کې بدلونونه باید د روغتیا لارښوونکو له لوري وارزول شي.

تشو بولو کې ستونزې

که چیرې ستاسې د تشو بولو کچه کمه شي، یا تشناب ته د تلو هوس لرئ خو کیږي نه، دا ممکن په پروسټات کې د ځینو ناوړه تورمونو شتون وي، د پروسټات غدې پړسوب د تشو بولو په جریان فشار راوړي، دېته پاملرنه نه کول خطرناک ثابتېدلی شي، خو د پروسټات او جینیټیورینری سرطانونه په لومړي سر کې په اسانه تشخیص او درملنه یې کېدلی شي.