د سر وېښتان ولې توېږي؟

لیکوال : حمیدالله حمیدي

په ټوله کې د وېښتانو د توېدو اصلي لامل د وېښتانو په پیازو کې اختلال او د غوړو غودو پیدا کېدل دي، خو دا ستونزمنه ده چې په هر چا کې د دې ناروغۍ لاملونه په ګوته کړو.

ناسمه تغذیه یعنې په دوامداره توګه د هغو خوراکي توکو مصرفول، چې په خپل ترکیب کې معدني مواد نه لري، د وېښتانو د توېدو اصلي لامل کېدای شي. دغه راز ذهني ناارامي، ډار، سټرېس او ځینې نورې ناروغۍ هم د وېښتانو د تلو لامل کېدای شي.

ډېری وخت تبه هم د دې لامل کېږي چې د انسان وېښتان له منځه ولاړ شي. مسمومه او یا میکروبي وینه او د الکولي مشروباتو څښل هم د دې لامل کېږي چې وېښتان تویې او کمزوري شي.

سر مو مساج کړئ

د دې لپاره چې سردرد مو ښه شي، سر مو مساج کړئ. که د لاسونو د دوو ګوتو په واسطه ورو ورو د خپل سر پوستکی وموښی او مساج ورکړی، نو په ډېر لږ وخت کې به د ډېرې ارامۍ احساس وکړی. سر او جمجمې ته مساج ورکول، په دې برخه کې د وینې جریان تېزوي او د سر پوستکي او وېښتانو ته د معدنې موادو د رسېدو لامل کېږي.