د سورة البقرة د تلاوت ګټي!

ژباړه: حافظ سفیان خالد

📕څوک چې په دوامداره توګه سورة البقره تلاوت کوي، نو په خپل ژوند کې به عجب تاثيرات وګوري:

– په بدن کې روغتيا

– په روزي کې زیاتوالی

– په سېنه کې خلاصون

او په عمر کې برکت.

📕څوک چې په دوامداره توګه سورة البقره تلاوت کوي، نو په زړه کې به یې خوښۍ ډېرېږي،

په ژوند کې به یې ښېګڼي زیاتېږي..

📕څوک چې په دوامداره توګه سورة البقره تلاوت کوي، نو الله تعالی به یې مرض په عافیت، تنګي په پراخي، سختي په اسانۍ بدله کړي

، دهر لوري به برکتونه پرې نازلېږي او نېکمرغه ژوند به ولري..

📕څوک چې په دوامداره توګه سورة البقره تلاوت کوي،

هغه دخپلو هيلو د پوره کولو تلاښ کوي، خپل غمونه ختموي، او خپلي نېکۍ زیاتوي ..

📕څوک چې په دوامداره توګه سورة البقره تلاوت کوي، نو

رښتینی پېغمبر صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمایي:

 

(برکت یي حاصل کړ” (د سورةالبقره تلاوت اوحفظ ستا په اهل، مال، اولاد، روح او بدن کې برکت اچوي).

📕سورة البقره د خرما په څېر ده، چې کله یې وڅکې نو خوند به یې حاصل کړي، نو د سورة البقرې پر تلاوت دخپل نفس سره مجاهده به دي په ژوند کې حلاوت او خوښي راوړي..

📕څوک چې په دوامداره توګه سورة البقره تلاوت کوي، هغه ته به بې شمېره خیرونه پېښېږي،

د شر او بدیو څخه به ساتل کېږي او دومره ګټي په کې شته، چې هيڅ هوښیار نه ترې مستغني کېږي…

📕څوک چې په دوامداره توګه سورة البقره تلاوت کوي، نو سخت زړه به یې نرم شي او بنده ته دخلوت لذت ورڅکي…

📕څوک چې په دوامداره توګه سورة البقره تلاوت کوي، نو که یې په بدن کې وږې سترګي (نظر) حسد او سحر د ډبري په څېر سخت وي،

خو د سورة البقرة دوامداره تلاوت به یې د (مِطرقي) په څېر ټول دردونه ټوټه -ټوټه، مات او زره زره کړي ..

📕څوک چې په دوامداره توګه سورة البقره تلاوت کوي، نو په لومړیو کې به ورته سخته وي؛ ځکه چې شیطان نه پرېږدي، چې ته له وني مېوي راپرې کړي او تر لاسه یې کړي..

📕یو نېک شخص وو، چې دشپې به یې دوه رکعته لمونځ کې سورة البقره تلاوت کول، ویل به یې: ماته الله تعالی د رزق او عافیت ډېري ښکلي دروازې پرانیستلي دي..

 

📕څوک چې په دوامداره توګه سورة البقره تلاوت کوي، نو ابن قیم رحمه الله فرمایي:

نظر او حسد هیڅ شی دومره نه شي محوه او ليري کولای، لکه د سورة البقره او معوذتینو دوامداره تلاوت …

او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

له هغه کور څخه شیطان تښتي، په کوم کې چې سورة البقره تلاوت کېږي..

(رواه مسلم)