د سينه بغل يا (Pneumonia) ناروغي

د ژمي له راتګ، او د هوا لۀ سړېدا سره سينه بغل هم پۀ زياته کچه ليدل کېږي، او ډيری ماشومان يې قرباني کېږي، سينه بغل د وژونکو ناروغيو په ليست کې 7ځای قرار لري. چې هر کال په سلګونۀ کچه ماشومان وژني. په سينه کې دغه خطرناکۀ ناروغي، په لاندي مهمو علايمو پېژندلای شئ،
زکام، تبه، لړزه، په سينۀ کې سخت خراری، ټوخی، بلغم، د سينې درد، له تنفس سره شُراری (يا يو رقم غږ) اورېدل، په دقيقۀ کې 50 يا تر 50 ځله زيات د ماشوم تنفس کول، له تنفس سره پرچی، خولې کېدل او داسي نور…
مخنيونکې چاري:
که مو پورته علامې په ناروغ کې څرګندې شوې نو؛ کؤښښ وکړئ چې، د ناستي ځای (خُونه) مو ګرمه وساتئ. د خونې يوه کړکۍ مو خلاصه کړئ، ترڅو مو پۀ خونه کې تازه هوا هم وچلېږي، نظافت او پاکوالي ته مؤ ښه توجُه وکړئ. د ناستي په خونه کې سګريټ، چلم يا نور دودونه مۀ استعمالوئ.
درملنه:
ويکس کورني درمل ناروغ ته په لاندي طريقۀ وکاروئ:
1- د ناستي ځای (خونۀ ) ګرمه کړئ.
2- د ناروغ ماشوم سينۀ (ټټر) په ويکسو ښه غوړ کړئ.
3- د لوبيا د دانې په اندازۀ ويکس په يو ګيلاس يا کوم بل لوښي کې، له ايشيدلو اوبو سره ګډ کړئ، وروسته يې له ناروغ سرۀ، په کمپله کې پټ کړئ چې، ناروغ مو ښه خولې کړي.
ددغۀ کارونو نه وروسته به مو ناروغ ماشوم تۀ الله ج شفا ورکړي، او د ښه صحت خاوند به شي.
دانتې بیوتیکونودجملې څخه کولاې شې Azithromycin لس ملې 10mg/kg ورکړې چې ښه اومفیده درمل دې.
همدا شان خپل ماشومان د ژمي په یخه هوا کې ګرم وساتئ.
خپلو ماشومانو ته د ژمي په موسم کې ګرم معايات او خواړه ورکړئ.
میرویس نیکه د روغتیايي علومو انستیتوت